ښرنه (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨): د پکتيکا اوسيدونکي او چارواکي وايي چې قومي لښکر د دغه ولايت د درېيو ولسواليو د امنيت په ټينګښت کې مهم رول لوبولى دى.
شاوخوا اووه کاله وړاندې د امريکايي ځواکونو له لوري د پکتيکا ولايت په درېيو ولسواليو کې ګومل، شکين او برمل کې د قومي لښکر په نوم امنيتي ډله رامنځته شوه.
له هغې مودې راهيسې دې امنيتي ډلې ته مياشتنۍ تنخوا هم د امريکايانو له لوري ورکول کېږي.
په دې اړه د شکين ولسوالۍ اوسېدونکي اختر محمد د سلواغې په اوومه پژواک خبري اژانس ته وويل چې قومي لښکر د امنيت د ټينګښت ترڅنګ د ځنګلونو د وهلو په مخنيوي کې هم مهم رول لوبولى دى.
ده زياته کړه: ((له دغه لښکر نه موږ ډېر خوشحاله يو، که څه هم چې وسلې يې کمې دي، خو امنيت يې ډېر ښه ټينګ کړى دى.))
همدارنګه د ګومل ولسوالۍ اوسيدونکي محمد ولي خروټي هم پژواک ته وويل چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې د قومي لښکر له فعاليتونو خوښ دي.
خروټي وايي: ((قومي لښکر امنيت ټينګ کړى، زورواکي نه کوي، خپل کلى او کور يې ساتلى، د قومي مشرانو په مشوره کار کوي، هغه کسان چې په قومي لښکر کې دنده لري کورنۍ يې ټوله له حکومت سره ولاړ ده.))
دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا رييس بختيار ګل ځډران پژواک ته وويل چې په ګومل، شکين او برمل ولسواليو کې قومي لښکر ښه نتيجه ورکړې ده.
ده وويل: ((دغه قومي لښکرې په سرحدي ولسواليو کې ښه نتيجه ورکوي زه له پوليس او نورو امنيتي ځواکونو هم غواړم چې د قومي لښکر په څېر له خلکو سره چلند وکړي ترڅو خلک ورسره پوره همکاري وکړي.))
په ورته وخت کې د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني هم پژواک ته وويل چې قومي لښکر د ولسواليو د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي.
د والي په وينا قومي لښکر په قبايلي او سرحدي ولسواليو کې فعاله شوي ترڅو د امنيت په ټنيګولو کې مهم رول ولوبوي.
خو بل لور ته د برمل ولسوالۍ د سرحدي سيمې د قومي لښکر قوماندان نور ولي پژواک ته وويل چې ١٣٠ تنه د قومي لښکر په توګه د ده تر قوماندې لاندې فعاليت کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن