د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

کرکټ بورډ: ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګومارل شي

کرکټ بورډ: ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګومارل شي

Jan 27, 2020 - 17:09

کابل (پژواک، ٧ سلواغه ٩٨):د کرکټ بورډ اجراييه رييس لطيف الله ستانکزی وايي چې نوي مشر روزونکي ورسره ژمنه کړې وه، چې وخت ناوخته به افغانستان ته راځي او په ځينو تمريناتي کمپونو کې به هم ګډون کوي .

ستانکزي چې نن د سلواغې په ٧مه، يې له نوي بهرني روزونکي لانس کلوزنر سره چې د سوېلي افريقا اصلي اوسېدونکى دى، په ګډه خبري کنفرانس ته وينا کوله، په ډاګه کړه چې ډېر ژر به د توپوهنې لپاره ځانګړى روزونکى وګوماري.

هغه زياته کړه چې د راتلونکي اسيا کپ لوبو لپاره ځيني تمريناتي کمپونه به په افغانستان  کې ترسره شي.

ستانکزي وويل، چې په راتلونکې کې دوه نړيوالې سيالۍ لري ، په روان زېږديز کال په ستمبر کې اسيا کپ دى او تر هغه وروسته په اکتوبر کې د ٢٠ اووريزو سياليو نړيوال جام دى.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل، چې په اماراتو کې د  ۱۲ ورځنی  د ICC Global کمپ درلود چې ګټور او مثبت ثابت شوى دى.

نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې غټې لوبډلې له پخوا څخه خپل کلني پروګرامونه جوړ کړي او هغوى نه شي کولى د کال په منځ کې له نورو هېوادونو سره لوبې تنظيم  کړي.

د هغه په وينا، د لوبو د کموالي بل لامل د کوربه توب نشتوالى دى چې بهرنۍ لوبـډلې افغانستان ته د امنيتي ستونزو لپاره نه راځي، خو هندوستان افغانستان ته يو نړيوال لوبغالى ورکړى دى.

ده وويل، افغانستان په ٢٠٢٠ کال کې  د لوبو نهه لړۍ (سيريز) لري چې د شپږو يې افغانستان کوربه او د پاتې نور هېوادونه کوربانه دي.

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس وويل چې د ايرلينډ د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان د هغوى کوربه توب کوي.

ستانکزي وويل، د سږ کال بوديجه لري او له اقتصادي ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

نوموړي له کرکټ بورډ څخه د لرې کړل شويو کسانو په اړه وويل، چې د لسو کسانو قراردادونه پاى ته رسېدلي وو او ورسره د بيا قرارداد اړتيا نه وه.

سر روزونکي لانس کلوزنر وويل : (( کله چې زه د زمبابوې د لوبډلې مشر وم نو د افغانستان لوبډله زموږ سره ډېره ښه وځلېده او له هغه وخته مې دغه لوبډله ډېره خوښېده او خوشحاله يم چې له دوى سره يو ځاى شوى يم.))

هغه زياته کړه چې د اسيا جام لپاره يې پلان جوړ کړى او هڅه به کوي چې تر نيمه پاى لوبې ځان ورسوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking