کابل (پژواک،۸ سلواغه ۹۸): د ولسي جرګې اړوند کمېسیون د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست له خوا څارنوالۍ ته د یاد وزارت د پنځو کارکوونکو معرفي کول د قانون خلاف ګڼي؛ ځکه د دوی په خبره، سرپرست وزیر سلب صلاحیت دی.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا تېره پنجشنبې «د سلواغې ۳ مه» اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي د یاد وزارت د اداري او مالي مرستیال په ګډون پنځه کارکوونکي د دسیسې جوړولو او اداري اصولو خلاف کړنو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوداګرۍ وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې د یاد وزارت له یو شمېر کارکوونکو شکایت کړی چې ګواکي دوی د سرپرست وزیر پر وړاندې په دسیسه او فساد کې ښکېل دي.
هغه له جزئیاتو پرته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یادو کارکوونکو په اړه وویل، د همکارانو شکایتونه او اسناد یې په یاده اداره کې دي او د څېړنو پایلې به د هغه له پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.
خو د ولسي جرګې د مصوبې په پام کې نیولو سره، د یادې جرګې یو شمېر غړو څارنوالۍ ته د یادو پنځو کسانو ور پېژندل د قانون خلاف بولي.
ولسي جرګې د روان کال د مرغومي په ۲۳مه د بویجې د مصوبې له تصویب سره د دغه وزارت بودجه وځنډوله او اعلان یې وکړ چې وروسته له دې د اجمل احمدي لاسلیک اعتبار نه لري او نوموړی د وزارت د سرپرست په توګه نه پېژني.
د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون رییس غلام فاروق نظري وویل: «د ولسي جرګې مصوبه د قانون حیثیت لري، اوس چې د سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه وزارت یوشمېر کارکوونکي څارنوالۍ ته وروپېژندلي، د قانون خلاف دي، ځکه هغه سلب سلاحیت شوی دی، ان د صنعت او سوداګړۍ وزارت د سرپرست په توګه د نوموړي د کار دوام د قانون خلاف دی.»
هغه وایي چې د ولسي جرګې د مصوبې په پام کې نیولو سره، څارنوالي باید د اجمل احمدي له خوا شوی شکایت ونه څېړي.
پژواک په دې اړه د لویې څارنوالۍ له ویانده پوښتنه وکړه، خو هغه نه غوښتل په دې اړه څه ووایي.
د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال خالد اسد هم وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پنځه کارکوونکي د اجمل احمدي له خوا څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
اسد زیاتوي چې احمدي باید څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي؛ ځکه د قانون خلاف عمل یې ترسره کړی دی.
نوموړي څارنوالۍ ته د ور پېژندل شوو پنځو کسانو د هغه تور په اړه چې پرې لګېدلی، بې له جزیياتو وویل: «هغه څه چې د معین او د وزارت د کارکوونکو له خوا افشا شوي؛ حقیقت دي، نه د اجمل احمدي پر وړاندې توطیه، احمدي داسې کس دی چې د خپلو ګټو په لټه کې دی او په هېواد کې له نافذه قوانینو بې خبره دی.»
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن