د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

«څارنوالۍ ته د سوداګرۍ وزارت د پنځو کارکوونکو ور پېژندل د قانون خلاف دي»

«څارنوالۍ ته د سوداګرۍ وزارت د پنځو کارکوونکو ور پېژندل د قانون خلاف دي»

Jan 28, 2020 - 14:52

کابل (پژواک،۸ سلواغه ۹۸): د ولسي جرګې اړوند کمېسیون د سوداګرۍ او صنعت وزارت د سرپرست له خوا څارنوالۍ ته د یاد وزارت د پنځو کارکوونکو معرفي کول د قانون خلاف ګڼي؛ ځکه د دوی په خبره، سرپرست وزیر سلب صلاحیت دی.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند سمیر رسا تېره پنجشنبې «د سلواغې ۳ مه» اعلان وکړ چې د دغه وزارت سرپرست اجمل احمدي د یاد وزارت د اداري او مالي مرستیال په ګډون پنځه کارکوونکي د دسیسې جوړولو او اداري اصولو خلاف کړنو په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي نن پژواک خبري اژانس ته وویل، د سوداګرۍ وزارت د یوې رسمي خبرپاڼې له لارې د یاد وزارت له یو شمېر کارکوونکو شکایت کړی چې ګواکي دوی د سرپرست وزیر پر وړاندې په دسیسه او فساد کې ښکېل دي.

هغه له جزئیاتو پرته د سوداګرۍ او صنعت وزارت د یادو کارکوونکو په اړه وویل، د همکارانو شکایتونه او اسناد یې په یاده اداره کې دي او د څېړنو پایلې به د هغه له پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره شریکې کړي.

خو د ولسي جرګې د مصوبې په پام کې نیولو سره، د یادې جرګې یو شمېر غړو څارنوالۍ ته د یادو پنځو کسانو ور پېژندل د قانون خلاف بولي.

ولسي جرګې د روان کال د مرغومي په ۲۳مه د بویجې د مصوبې له تصویب سره د دغه وزارت بودجه وځنډوله او اعلان یې وکړ چې وروسته له دې د اجمل احمدي لاسلیک اعتبار نه لري او نوموړی د وزارت د سرپرست په توګه نه پېژني.

د ولسي جرګې د تقنیني چارو کمېسیون رییس غلام فاروق نظري وویل: «د ولسي جرګې مصوبه د قانون حیثیت لري، اوس چې د سوداګرۍ وزارت سرپرست د دغه وزارت یوشمېر کارکوونکي څارنوالۍ ته وروپېژندلي، د قانون خلاف دي، ځکه هغه سلب سلاحیت شوی دی، ان د صنعت او سوداګړۍ وزارت د سرپرست په توګه د نوموړي د کار دوام د قانون خلاف دی.»

هغه وایي چې د ولسي جرګې د مصوبې په پام کې نیولو سره، څارنوالي باید د اجمل احمدي له خوا شوی شکایت ونه څېړي.

پژواک په دې اړه د لویې څارنوالۍ له ویانده پوښتنه وکړه، خو هغه نه غوښتل په دې اړه څه ووایي.

د ولسي جرګې د عدلي او قضایي کمېسیون مرستیال خالد اسد هم وایي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت پنځه کارکوونکي د اجمل احمدي له خوا څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

اسد زیاتوي چې احمدي باید څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي؛ ځکه د قانون خلاف عمل یې ترسره کړی دی.

نوموړي څارنوالۍ ته د ور پېژندل شوو پنځو کسانو د هغه تور په اړه چې پرې لګېدلی، بې له جزیياتو وویل: «هغه څه چې د معین او د وزارت د کارکوونکو له خوا افشا شوي؛ حقیقت دي، نه د اجمل احمدي پر وړاندې توطیه، احمدي داسې کس دی چې د خپلو ګټو په لټه کې دی او په هېواد کې له نافذه قوانینو بې خبره دی.»

هغه له حکومته وغوښتل چې نور دې د ولسي جرګې پر مصوبه پښه نه ږدي، څو د دولت د دوو قوو ترمنځ اړیکه نوره ترینګلې نه شي.

نوموړي د حکومت له رهبرۍ وغوښتل چې د سوداګرۍ وزارت د نوي سرپرست په ټاکلو کې اقدام وکړي.

هغه له څارونوالۍ وغوښتل چې د اجمل احمدي شکایت ونه څېړي؛ ځکه اجمل احمدي د ملي شورا پر وړاندې رسمیت نه لري او سلب صلاحیت کېدای شي.

اجمل احمدي شاوخوا یو کال وړاندې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وټاکل شو او تر اوسه په داسې حال کې خپل کار ته دوام ورکوي چې د قانون له مخې هېڅوک نه شي کولای تر دوو میاشتو زیات د سرپرست په توګه پاتې شي.

پژواک دغه موضوع د سوداګرۍ او صنعت وزارت له ویاند سمیر رسا سره شریکه کړه، خو هغه وویل چې دی په یوه ناسته کې دی او نه شي کولای خبرې وکړي.

بلخوا دغه وزارت د صادراتو د پراختیا پخوانۍ رييسه سودابې افغان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، تېره اوونۍ د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا په خپل ټويټر د دې له فېسبوکه ځیني شخصي پیغامونه اخیستي او رسنيز کړی یې دي.

دا وايي: "د جي مېل حساب ته مې د فېسبوک د پرانیستدېدو پيغامونه راتلل خو نه پوهېدم چې چېرته پرانيستل شوي، وروسته د حکومت ځينو لوړو پوړو مقاماتو راته زنګونه ووهل."

نوموړې زیاته کړه: ((دا له يوې خوا زما پر خصوصي حريم تېری شوی او له بلې خوا له جي مېل ادرس څخه مې ځيني رسمي ايمېلونه هم ورک شوي دي.

د سودابې خاوند حميد افغان په ټولنيزو رسنیو کې د دوی د شخصي ژوند د رازونو له خپرېدو اندېښنه لري وايي، دغه سکرین شاټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي او سایبري قوانینو خلاف ترلاسه شوي.

هغه پژواک ته وويل: ((له همدې امله له عدلي او قضايي ادارو غواړو چې په دې برخه کې خپل جدي اجراات وکړي.))

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند سمیر رسا پژواک ته وویل، ده د چا فېسبوک او هېڅ بل اکاونټ نه دی هيک کړی، کوم سکرين شاټونه يې چې پوسټ کړي، د "افغانستان نيوز اژانس" او "فري ټرېډ" په نوم له فېسبوک پاڼو يې اخيستي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement