ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد له ناټو سره د سلا مشورو لپاره بلجيم ته تللى

خليلزاد له ناټو سره د سلا مشورو لپاره بلجيم ته تللى

author avatar
28 Jan 2020 - 13:46
خليلزاد له ناټو سره د سلا مشورو لپاره بلجيم ته تللى
author avatar
28 Jan 2020 - 13:46

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له ناټو سره د سلا مشورو لپاره بلجيم ته تللى دى.

د  ناټو په سازمان کې د امريکا سفيرې کاى هچيسون په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې په بروکسل کې يې له زلمي خليلزاد او په افغانستان کې د ناټو قوماندان له جنرال سکاټ مېلر سره ليدلي او پر افغان سولې يې ورسره خبرې کړې دي.

هغې زياته کړې، د ناټو سازمان او متحدين یې له افغانستان سره ډيپلوماتيکي او نظامي همکاريو ته ژمن دي او د هغو هڅو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې جکړه پاى ته ورسوي.

دې ويلي، په افغانستان کې داسې حالات بايد رامنځته شي چې نړيوال ترهګر له دغه هېواده پر نورو هېوادونو بريدونه ونه کړاى شي.

د نوموړې په وينا، داسې شرايط هم بايد برابر شي چې افغانان سره کېني او د دوامدارې سولې لپاره پر يوه مېز مذاکرات وکړي.

خليلزاد چې د ټرمپ له ټويټه وروسته طالبانو سره ددرېدلو خبرو د بيا پيلېدو لپاره تېره مياشت قطر ته تللى و، او داسې ويل کېده چې دغه ځل به له طالبانو سره تړون لاسليکوي، له کومې پايلې پرته له قطر څخه تللى دى.

د دې خبرو په جريان کې طالبانو په افغانستان کې د بګرام پر سترې امريکايي پوځي اډې ډله ييز بريد وکړ چې له هغه وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ستونزې پيدا شوې.

امريکا له طالبانو وغوښتل چې له خپلو مشرانو سره د اوربند او تاوتريخوالي کمولو په اړه سلا مشورې وکړي، د طالبانو پلاوى پاکستان ته ولاړ او هلته يې مشورې وکړې، خو تر اوسه يې په رسمي توګه د خپل سفر پايلې نه دي په ډاګه کړي.

بلخوا افغان حکومت هم د تاوتريخوالي له کمولو سره مخالفت  کوي او وايي چې دغه څه عملي او حقوقي بڼه نه لري، خو پر اوربند ټينګار کوي.

داسې اوازې وې چې زلمى خليلزاد له قطره کابل ته د مشورو لپاره سفر کوي، خو هغه د کابل پر ځاى بلجيم ته تللى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.