ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سارک سازمان له خوا د عدم تشدد راتلوونکي غونډه کابل کې جوړېږي

د سارک سازمان له خوا د عدم تشدد راتلوونکي غونډه کابل کې جوړېږي

author avatar
28 Jan 2020 - 16:02
د سارک سازمان له خوا د عدم تشدد راتلوونکي غونډه کابل کې جوړېږي
author avatar
28 Jan 2020 - 16:02

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د سارک سازمان د فرهنګي مرکز د پرېکړې پر بنسټ، دغه ځل د دغه سازمان له لوري د عدم تشدد ورځ په کابل کې نمانځل کېږي.

د اړوندې موضوع په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پلان او پاليسۍ رييس او د سارک سازمان د فرهنګي مرکز د مديره پلاوي مشر عبدالمقيم افغان د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سارک د فرهنګي مرکز د مديره پلاوي د پرېکړې پر اساس د همدغه سازمان د غړو هېوادونو په کچه دغه ځل د عدم تشدد ورځ د اکتوبر مياشتې په دويمه په افغانستان کې نمانځل کېږي.

افغان زياته کړه: ((د مدیره پلاوي په کلنۍ ناسته کې د افغانستان له وړانديز څخه وروسته غړیو هېوادونو هوکړه وکړه چې د افغانستان ناخوالو ته په کتو سره او په سيمه کې د تشدد او تروریزم د فرهنګ د له منځه وړو په موخه به سږ کال د سارک هېوادونو په کچه د عدم تشدد ورځ په افغانستان کې نمانځل کېږي.))

نوموړي زياته کړه چې په هېواد کې د دې ورځې نمانځل ځکه مهم دي چې افغانستان د نورو هېوادونو په پرتله ډېر د تشدد او تاوتريخوالي قرباني شوى دى.

ده وويل چې په دې غونډه کې  ګډون کوونکي هېوادونه تر اوسه نه دي مشخص شوي خو دا د افغانستان په حکومت پورې اړه لري چې کومو هېوادونو ته بلنه ورکوي.

د نوموړي په وينا، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د ياد سازمان د فرهنګي پلاوي مشرې له افغانستان سره ده او تر دوو کلونو به ادامه وکړي.

افغان زیاتوي چې د سارک سازمان د فرهنګي مرکز له بودجې به په روان زېږدیز کال کې د لرغون پوهنې اړوند سیمینار هم جوړ شي.

په ورته وخت کې په سريلانکا کې د افغانستان سفیر محمد اشرف حیدري د سارک فرهنګي مرکز دا پرېکړه وستایله او له خپله اړخه یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې ده، د سارک یا د سوېلي اسیا لپاره د سیمه يیزې همکارۍ ټولنه د ۱۹۸۵ میلادي کال د ډسمبر په اتمه نیټه د بنګلادیش د ډاکا په ښار کې د هندوستان، بنګلادیش، پاکستان، بوتان، نیپال، سریلنکا او مالديف هېوادونو په غړيتوب سره جوړه شوه چې بيا د ٢٠٠٧ کال په اپريل مياشت کې افغانستان هم د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.