د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د څرخي پله زندان مرستيال د نشه يي توکو کاروبار په جرم پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

د څرخي پله زندان مرستيال د نشه يي توکو کاروبار په جرم پر ۲۰ کاله بند محکوم شو

Jan 28, 2020 - 12:13

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د کابل د څرخي پله محبس مرستيال په زندان کې دننه د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو په جرم پر نږدې ٢٠ کاله بند محکوم شو.

د نشه يي توکو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عدلي مرکز مطبوعاتي دفتر يوې سرچينې د سلواغې په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پرېکړه لومړنۍ محکمې کړې او هغه په مخکې دوه نورې محکمې هم لري.

یادې سرچينې چې نه یې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، د څرخي پله زندان د مرستيال نوم له اخیستو پرته وويل چې نوموړي د پلټنو پر مهال په زندان کې د نشه يي توکو د پلور اعتراف کړى و.

د ياد مرکز مطبوعاتي دفتر وايي، د زندان مرستيال د کابل ښار په کارته سه کې ځانګړى ځاى نيولى او د خپل موټر چلوونکي په مرسته يې دغه کاروبار کاوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دوى به له بازاره بېلابېل ډول نشه يي توکي ترلاسه کول او بيا به يې په ياد ځاى کې بسته بندي کول او د زندان مرستيال په خپل موټر کې د څرخي پله زندان ته وړل او هلته به يې پر زندانيانو وېشل.

مطبوعاتي دفتر وايي چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او تلاشۍ پر مهال د زندان د مرستيال له خوا له اړوند کوره هيرویين، چرس، ټابليت کا او نور توکي ترلاسه شوي دي.

له نشه يي توکو او مسکراتو سره د مبارزې عدلي مرکز وويل، لومړنۍ محکمې د زندان مرستيال پر ١٩ کاله، اته مياشتو او ٢٩ ورځو بند او د هغه موټر چلوونکی ساتمن پر ١٣ کاله بند محکوم کړل، خو يوه ساتونکي يې برائت ترلاسه کړى دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement