ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سفارت: په چين کې مېشت افغانان دې پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړي

سفارت: په چين کې مېشت افغانان دې پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړي

author avatar
28 Jan 2020 - 15:41
سفارت: په چين کې مېشت افغانان دې پر روغتيايي لارښوونو عمل وکړي
author avatar
28 Jan 2020 - 15:41

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): په چين کې د افغانستان سفارت په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځايي چارواکو او مسوولينو سره په اړيکه کې و اوسي او د هغوى پر روغتيايي لارښونو دې عمل وکړي.

د افغانستان سفارت دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې په چين کې د نوې خپرې شوې ناروغۍ (کرونا ويروس)  له امله تر اوسه ١٠٦ کسان مړه او تر څلورو زيات کسان اخته شوي دي.

په چين کې د سلګونو افغان محصلين ترڅنګ ګڼ شمېر نور افغانان او سوداګر هم مېشت دي او افغانستان ته تګ راتګ هم کوي.

د يادې ناروغۍ په اړه په چين کې د افغانستان د سفارت له خوا د سلواغې په ٨مه په يوه خپره  شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چين هېواد د دې ناروغۍ پر ضد له مسووليته ډکه مبارزه کې له خپلو وګړو او بهرنيانو سره يو ډول چلند کوي.

د افغانستان سفارت له افغانانو غوښتي چې د يادې ناروغۍ په اړه پر بېځايه افواهاتو او اوازو دې باور نه کوي.

افغان سفارت په دغه هېواد کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې له ځايي چارواکو او مسوولينو سره په اړيکه کې و اوسي او د هغوى پر روغتيايي لارښونو عمل وکړي.

سرچينې زياته کړې، د افغانستان سفارت د چين له ځايي چارواکو، بهرنيو چارو وزارت او د افغانستان له بهرنيو چارو وزارت سره له نږدې څخه په اړيکو کې دى او د اړتيا پر مهال لازم او بېړنۍ اقدامات به کوي.

د افغانستان سفارت په چين کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې د يادې ناروغۍ پر ضد پر اړوندو روغتيايي اقداماتو عمل وکړي، لاسونه تل په صابون ومينځي، ماسک وکاروي او له غير ضروري ګرځېدو ډډه وکړي.

دغه راز د اړتيا پر مهال که چېرې د ناروغۍ اړونده نښه وليدل شي، عاجل دې نږدې کلينیک او يا هم روغتيايي مرکز ته مراجعه وکړي.

دا ناروغي د چين په اوهان ښار کې پيل شوې او بيا نورو ښارونو ته يې سرايت کړى دى، په اوهان ښار کې د ٥٠ محصلينو ترڅنګ ٦٤ افغانان مېشت دي او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دچين د حکومت له اجازې سره به دا افغانان هېواد ته ولېږدول شي.

بلخوا پرون د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز په کابل کې د چين سفير وانګ يو سره د يادې ناروغۍ د مخنيوي په اړه ټېلېفوني خبرې کړې دي.

ډاکټر فيروز د چين له سفير څخه وغوښتل، څو پورې چې ددې ناروغۍ مخه نه وي نيول شوى، له ياد هېواد څخه دې د افغانانو په ګډون هېڅوک افغانستان ته نه ارځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.