ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې له جګړو بېځایه شوې لسګونه زره کورنۍ د حکومت مرستو ته په تمه دي

هلمند کې له جګړو بېځایه شوې لسګونه زره کورنۍ د حکومت مرستو ته په تمه دي

author avatar
28 Jan 2020 - 12:23
هلمند کې له جګړو بېځایه شوې لسګونه زره کورنۍ د حکومت مرستو ته په تمه دي
author avatar
28 Jan 2020 - 12:23

لښکرګاه (پژواک، ٨ سلواغه ٩٨): د هلمند د کډوالو چارو رياست وايي چې د دغه ولايت په ولسواليو کې د پرله پسې جګړو له امله ٤٣زره کورنۍ، مرکز لښکرګاه ته کډه شوې او دوى نه شي کولاى ټولو ته مرستې ورسوي.

د هلمند د کډوالو چارو رييس سيد رامين هاشمي د سلواغې په اتمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د دغه ولايت په ولسواليو کې جګړې روانې دي.

هغه وايي چې د همدې جګړو له امله په ياده موده کې ٤٣زره کورنۍ مرکز لښکرګاه ته کډه شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په تېر ميلادي کال کې موږ وکولاى شول له اتو زرو بېځايه شوو کورنيو سره مرستې وکړو، خو موږ کوښښ کوو چې د پاتې نورو کورنيو لپاره هم مرستې ترلاسه او پرې ويې وېشو.))

د نوموړي په وينا، په بازار کې د کار د نه شتون له امله يادې ټولې کورنۍ انتظار باسي چې حکومت ورسره مرستې وکړي.

د لښکرګاه ښار په يوه څنډه کې د کډوالو لپاره يو کمپ جوړ شوى دى، په دغه کمپ کې نږدې شپږ زره کورنۍ ژوند کوي.

د همدغه کمپ يوه اوسېدونکي شېراغا پژواک ته وويل چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې په دغه ځاى کې ژوند کوي.

ده زياته کړه: ((له موږ سره تر اوسه هېڅ کومک نه دى شوى، ژمى دى، هوا سړه ده، ښځې او ماشومان په سخت مشکل دي.))

د همدغه کمپ يوه بل اوسېدونکي عبدالباقي پژواک ته وويل چې په سنګين ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله مرکز لښکرګاه ته راکډه شوى دى.

ده وويل: ((سږ کال بارانونه هم ډېر وو، په دغه کمپ زموږ د اوسېدو ځايونه وران کړي دي، اوس دومره پيسې نه لرو چې دا بېرته جوړ کړو، حکومت بايد بېرته راته جوړ کړي.))

يو شمېر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد له دوى سره مرستې وکړي څو اقتصادي ستونزې يې کمې شي.

د يادونې ده، د هلمند ترڅنګ د هېواد په نورو سيمو کې هم زرګونه کورنۍ د جګړو له امله نورو سيمو ته بېځايه شوې دي او دا مهال له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.