ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې د (کروناوايروس) د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير نيول شوي

افغانستان کې د (کروناوايروس) د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير نيول شوي

author avatar
29 Jan 2020 - 18:49
افغانستان کې د (کروناوايروس) د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير نيول شوي
author avatar
29 Jan 2020 - 18:49

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨) : د افغانستان د ملکي هواي چلند اداره وايي چې له عامې روغتيا وزارت سره يې په ګډه د کابل په هوايي ډګر کې د کرونا وايروس د مخنيوي لپاره جدي احتياطي  تدابير نيولي دي.

دغه ويروس چې په چين کې خپور شوى، تر اوسه يې شاوخوا ١٤٠ کسان وژلي او تر ٥٠٠٠ زيات کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې تر زرو زيات يې روغتونونو کې بستر شوي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د کروناویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه يې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

ددې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ یې د یاد هوايي ډګر په دخولي ترمینل کې مجهز روغتیايي ټېمونه پر دندو ګومارلي چې له دغه هېواده  ته راتلونکي طبي معاینه کړي.

سرچينې زياته کړې: “دغه روغتیايي ټېم دنده لري چې کابل ته د راغلو مسافرینو په ځانګړي توګه د چین سکټور مسافرینو طبي معاینات تر سره کړي.”

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه روغتیايي وسایل، تجهیزات او امبولانسونه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا چمتو شوي، تر څو کابل ته راغلي مسافرین طبي معاینه کړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت مخکې له مخکې د مسافرینو د پوهاوي په موخه هغوی ته یوه اطلاعیه ورکوي چې هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم هغه ته ځواب ورکړي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې یاد تدابیر یې د روغتیا وزارت، ملي امنیت او سرحدي پولیسو سره په ګډه نیولي دي.

بلخوا د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې تر دې دمه په افغانستان کې د کرونا وایروس پېښه نه ده ثبت شوې.

د ياد سازمان له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عامی روغتیا وزارت، د روغتیا نړیوال سازمان او نورو همکارانو سره په ګډه په هېواد کې یوه بېړنۍ کمېټه جوړه کړه. ددغې کمېټې دنده داده چې د روغتیا له نړیوالې مقررې سره سم په ملي کچه تیاری او اقدامات ګړندي کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړه یو هر اړخیر پلان باندې هم کار روان دی. د شنبې له ورځې راهيسې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر او نورو بندرونو کې د مسافرینو معاینه پیل شوې ده.

د روغتیا نړیواله اداره به په دې اړوند له عامې روغتیا وزارت سره خپل کار ته دوام ورکړي او حالات به څاري، تر څو د دغه وایروس د واردېدو خطر ټیټ کړي او همدارنګه ډاډ تر لاسه شي چې که پېښې رامنځته کیږي، نو په نښه ، معاینه او ورته رسېدنه وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.