کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې په غزني ولايت کې د لوېدلې الوتکې د دوو پيلوټانو جسدونه يې ترلاسه کړي دي.
دا الوتکه دوه ورځې مخکې له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ د سدو او شيرا سيمو ترمنځ د روزي کلا په سيمه کې ولوېده، لومړی اوازې وې چې دا د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکه ده، خو د اريانا له خوا دغه راپورونه رد شول.
له يادې پېښې شاوخوا لس ساعته وروسته امريکايي ځواکونو اعلان وکړ چې په غزني کې لوېدلې (اي ١١ اې) ډوله الوتکه د دوى ده، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه وو ويلي.
د پژواک اژانس خبريال چې سيمې ته ورغى، په الوتکه کې يې د دوو پيلوټانو جسدونه ليدلي وو، خو د سيمې اوسېدونکو ورته ويلي وو چې له پېښې ژوندي راوتلي څلور کسان له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.
په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي چې د دوى ځانګړې قطعې پرون د لوېدلې الوتکې له ساحې د دوو وژل شوو پيلوټانو جسدونه ترلاسه کړي دي.
په کابل کې د دغو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د الوتکې (توربکس) هم ترلاسه کړى دى.
سرچينې زياته کړې: ((د پېښې په اړه اوس هم څېړنې او پلټنې روانې دي، خو داسې کوم شواهد نه ليدل کېږي چې ګواکې الوتکه دې د دښمن له خوا وېشتل شوې وي.))
امريکايي ځواکونو ويلي چې د دوو پيلوټانو جسدونه د الوتکې ترڅنګ موندل شوي او د سيمې اوسېدونکو د افغانانو له کلتور سره سم ورسره چلند کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې د الوتکې پاتې شوې برخې همالته له منځه يووړل شوې.
طالبانو ادعا کړې وه چې په دې پېښه کې د امريکا د استخباراتو (سي اى اې) د افسرانو په ګډون ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن