ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې خلکو له معارف سره د ۳۰۰ جرېبه ځمکې مرسته کړې

په سرپل کې خلکو له معارف سره د ۳۰۰ جرېبه ځمکې مرسته کړې

author avatar
29 Jan 2020 - 14:55
په سرپل کې خلکو له معارف سره د ۳۰۰ جرېبه ځمکې مرسته کړې
author avatar
29 Jan 2020 - 14:55

 

سرپل (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸): د سرپل ولایت اوسېدونکو په دوو وروستیو کلونو کې له ۳۰۰ جريبه ډېره ځمکه د ښوونځیو جوړولو لپاره د یاد ولایت د پوهنې له ریاست سره مرسته کړې او د ۱۰۰ ښوونځیو ودانۍ یې په خپل لګښت جوړې کړې دي.

د سرپل د پوهنې رییس احمد خان، د دغه مطلب د روښانه کولو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خلکو دغه مرسته، د دې لامل شوې چې اوس مهال د یاد ولایت له ۹۵ سلنه ډېر ښوونځي ودانۍ لري.

هغه زیاته کړه، د هغو ښوونځیو تعمیرونه چې خلکو په خپلو امکاناتو جوړ کړي دي، په خام شکل او لرګیو پوښل شوي دي؛ خو ستونزمنه نه وه چې خپلو زامنو لپاره د سرپناه ستونزه حل کړي.

نوموړي وویل چې په یادو ۱۰۰ ښوونځيو کې ابتدایه، تر دویم یا درېیمو ټولګیو ښوونځی دي.

د دغه ولایت د پوهنې د رییس په خبره، ۶۱۱زره متره مربع هغه ځمکه چې خلکو له پوهنې سره مرسته کړې، ۱۲۵ قطعې ده.

د سرپل د والي د ټولنیزو چارو مرستیال صلاح الدین چریک زاده له پوهنې سره د خلکو له دې مرستې او نېک احساس څخه خوښي وښوده، وویل چې د خلکو دغه اقدام په دغه ولایت کې د پوهنې د لا ډېر پرمختګ لامل شوی او د ولایت مقام هم له خلکو سره په لیدنو کې، هغوی هڅولي دي څو په خپلو سیمو د زده کړو زمینه برابره کړي.

یو قومي مشر حاجي شاولي خان چې دوه جرېبه شخصي ځمکه یې د یوې لېسې د ودانۍ جوړولو لپاره پوهنې ته ورکړې، وویل چې وروسته له هغه یې د پوهنې سره د ځمکې د مرستې پرېکړه وکړه چې د نوموړي دوه زامن او د دغه سیمې یوشمېر نور ځوانان، د ښوونځي د نه شتون او بېسوادۍ له امله د جنګ ډګر ته راوتلي او وژل شوي دي.

دغه قومي مشر زیاته کړه یوازې خلک دي چې کولای شي له پوهنې سره مرسته، جنګ اوپه هېواد کې ناامني راکم کړي، او دا داسې کار دی چې خلک کولای شي ترسره یې کړي.

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، له دې وړاندې خلکو د ولسي تړون د ملي پرګرام له لارې، په دغه ولایت د ښوونځیو د جوړولو لپاره د یوڅه پیسو مرسته کړې وه.

د سرپل ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو په اساس، په دغه ولایت کې ۴۳۷ ښوونځي موجود دي او ۱۶۴ زره هلکان او نجونې پکې زده کړې کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.