ښرنه (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): د پکتيکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله دوه کسان مړه شوي او سلګونه څاروي هم تلف شوي دي.
د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد صادق د سلواغې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ کې د سړې هوا له امله دوه کسان مړه شوي دي.
هغه وايي: ((د وړممۍ، وازې خوا او تروې ولسواليو لويې لارې د ډېرو ورښتونو له امله تړل شوې، په اسانه مرستې هم نه رسېږي او خلک له سخت مشکل سره مخ دي.))
نوموړي دا هم وويل چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو اقتصادي وضعيت ښه نه دى او د پرله پسې ورښتونو له امله يې د استوګنې کورونه هم نړېدلي دي.
ده زياته کړه چې د کورونو د نړېدو له امله سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
دغه راز د وړممۍ بل اوسېدونکي کلا خان پژواک ته وويل: ((دلته سختې واورې شوې دي، زموږ کور ويجاړ شوى دى، لسګونه څاروي مې هم له منځه تللي دي.))
د يادې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
د وړممۍ ولسوالۍ د سرحدي پوليسو قوماندان ساتمن بدرالدين پژواک ته وويل چې تېره شپه په دې ولسوالۍ دوه تنه د يخنۍ له امله مړه شوي او ګڼ شمېر څاروي هم له منځه تللي دي.
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د وړممۍ ولسوالۍ له اوسيدونکو سره بېړنې مرستې وکړي.
په ورته وخت کې د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر علي اقا پژواک ته وويل چې په وړممۍ ولسوالۍ کې د خلکو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
دى وايي: ((موږ مرستې اماده کړي، څو ځلې مې په غونډو کې هم دا موضوع ياده کړې خو تر اوسه نه يو بريالي شوي.))
د يادې ولسوالۍ د اوسيدونکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په وړممۍ کې له يوه متر ډېر واوره ورېدلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن