کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨) : په قطر کې د افغانستان سفير ددغه هېواد له چارواکو سره د سولې پروسې او افغان محصلينو ته د زده کړو د بورسونو د ورکړې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان سفير عبدالحکيم دليلي د سلواغې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د قطر د حج او اوقافو او په بهرنيو چارو وزارت کې د دولت له وزير سره يې جلا جلا ليدنې کتنې کړې دي.
هغه زياته کړه، د قطر د بهرنيو چارو وزير سلطان بن سعد المريخي او د حج وزير سره يې د افغان سولې پروسې ، افغان محصلينو ته د زده کړو د بورسونو او په دې هېواد کې د افغان کاريګرو د وېزو د ستونزې د حل په اړه په تفصيل سره خبرې کړې دي.
ده وويل چې قطر د افغان سولې پروسې ملاتړ کوي او په دې ليدنه کې يې ډاډ ورکړى چې د افغان حکومت په مالکيت به د سولې پروسه کې هر اړخيزې مرستې وکړي او قطر په دې برخه کې پوره چمتوالى لري.
دليلي وايي چې د قطر د حج او اوقافو وزير افغان ملا امامانو ته د روزنې په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن