ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پکتيا کابو ۵۰ سلنه اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوند کوي”

“د پکتيا کابو ۵۰ سلنه اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوند کوي”

author avatar
29 Jan 2020 - 17:16
“د پکتيا کابو ۵۰ سلنه اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوند کوي”
author avatar
29 Jan 2020 - 17:16

ګردېز (پژواک، ۹ سلواغه ۹۸):د بشري حقونو خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د پکتيا ولايت نيمايي اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوندي کوي چې دا اندېښمنوونکی حالت دى.

دوی له دولت څخه غواړي چې له خپل مسووليت سره سم د فقر کچې د راکمولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې شهرزاد اکبر ګردېز ته د يو رسمي کاري سفر پر مهال د فقر ياده کچه لوړه وبلله او ويې ويل چې بېوزلي د ډېری بشري ستونزو او محروميتونو بنسټيز عامل دی.

اکبر له نړيوالو ادارو هم په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي او وايي چې پکتيا په بېلابېلو برخو کې زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

نوموړې پژواک ته وويل: ((بدبختانه فقر يو اساسي مشکل او مهمه مسئله ده چې د انسانانو پر نورو بشري حقونو منفي تاثير لري. دولت مسوول دی چې د فقر د کچې راکمولو لپاره هڅه وکړي او له پخوا اغېزناکې هڅه وکړي. پکتيا د نورو برخو تر څنګ په دې مسئله کې هم زياتې توجه ته ضرورت لري؛ ځکه د دغه ولايت تقريبا نيمايي اوسېدونکي تر فقر لاندې ژوند کوي.))

شهرزاد اکبر له پژواک سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د عمومي بشري وضعيت او د ښځو، ماشومانو، رسنيو، ملکي تلفاتو، زندانونو او زندانيانو او نورو برخو د حالت په اړه ځان خبرول دي.

اکبر زياته کړه: ((د پکتيا ولايت د مدني فعالانو، خبريالانو، ښځو او مشرانو سره مو مفصلې خبرې وکړې او د پکتيا او زون د حالت واضح تصوير مو تر لاسه کړ. پکتيا په ډېرو برخو کې ستونزې او اړتياوې لري، دا مسايل مو له ولايتي ادارې سره شريک کړل.))

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مشرې د کورنيو جګړو د عاملينو د انتقالي عدالت راپور خپرولو په اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دوی د دې راپور په بيا ځلې کتنه او له قربانيانو سره په اړيکو ټينګولو بوخت دي او که حکومت ور سره همکاري وکړي، د ټاکنو له وروستيو پايلو وروسته يې خپرولو ته چمتو دي.

اکبر وايي: ((د انتقالي عدالت راپور د کمېسيون د پخوانۍ رهبري پر مهال تکميل شو، خو هېڅکله خپور نه شو، خو دا هغه مسئله ده چې موږ يې مرور کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.