ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيګار: له طالبانو سره د سولې ساتل خورا ستونزمن کار دى

سيګار: له طالبانو سره د سولې ساتل خورا ستونزمن کار دى

author avatar
29 Jan 2020 - 13:06
سيګار: له طالبانو سره د سولې ساتل خورا ستونزمن کار دى
author avatar
29 Jan 2020 - 13:06

کابل (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): د افغانستان د بيارغونې په چارو کې د امريکا سرمفتش جان سوپکو  وايي، له طالبانو سره سوله ستونزمنه ده او د سولې ساتل تر سولې لا ستونزمن کار دی.

د امريکا غږ د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې په واشنګټن کې د دغه هېواد د ګانګرس غړو ته له طالبانو سره د سولې او نورو اړوندو مسايلو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال کړې دي.

سوپکو په ډاګه کړې، په دې برخه کې د امريکا، افغانستان او نورو متحدينو ګډه همکاري او د اختلافاتو ختمول ډېر اړين دي.

نوموړي له طالبانو سره د ممکنه سولې له تړون وروسته عادي ژوند ته د دغو وسله والو د بېرته ګرځولو بهير ستونزمن او له مالي پلوه سخت وباله.

د سيګار مشر ويلي: "موږ د پخوانيو جنګياليو د ادغام په اړه د تجربو راپورونه ورکړي دي  موږ نه شو ويلی چې ۸۰ زره طالبان او د هغوی کورنۍ دې په يوه شپه کې بېرته له افغان ټولنې سره ګډ او يو ځای کړل شي. باید د دغه کار لپاره پلان جوړول سر له اوسه پيل شي. "

د سوپکو زياته کړې، له طالبانو سره سوله ستونزمنه ده او د سولې ساتل تر سولې لا ستونزمن کار دی.

هغه ويلي چې له طالبانو سره د سولې له تړون وروسته هم افغانستان د نړيوالې ټولنې مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د امريکا د متحدو ايالتونو د کېدونکو مرستو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې باید په دې برخه کې قوي نظارت موجود وي.

د سيګار مشر وايي، د ولسمشر ټرمپ اداره بايد پوهه شي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره څومره مرستې کېږي او څنګه د دغه بهير څارنه وکړي.

هغه خبرداری ورکړ، که د مرستو دقيقه څارنه  او ارزونه ونه شي دا معنا لري چې دا ټول ډالر او يورو د "کابل ښار د مسعود په څلور لاري کې پنډ او په اور کې سوځول کېږي".

نوموړي همدغه راز پر افغان ځواکونو هم نيوکه کړې چې يرغليز اقدامات نه کوي او په وينا يې، همدا لامل دى چې د وسله والو مخالفينو عمليات زيات شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.