ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: اروزګان کې د خلکو اتيا سلنه دوسيې طالبان فيصله کوي

والي: اروزګان کې د خلکو اتيا سلنه دوسيې طالبان فيصله کوي

author avatar
29 Jan 2020 - 16:46
والي: اروزګان کې د خلکو اتيا سلنه دوسيې طالبان فيصله کوي
author avatar
29 Jan 2020 - 16:46

ترينکوټ (پژواک، ٩ سلواغه ۹۸): د اروزګان والي وايي، ددغه ولايت په ولسواليو کې له څو کلونو راهيسې د عدلي او قضايي ادارو د نشتوالي له امله خلک د خپلو حقوقي قضيو د حل لپاره  طالبانو ته مراجعه کوي.

والي اسدالله سعيد دغه څرګندونې د سلواغې په  ٩مه، د لويې څارنوالۍ د اداري مرستيال وحيدالدین ارغون په مشرۍ له کابله له راغلي پلاوي سره دليدنې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، اوس په ځينو ولسواليو کې امنيتي وضعيت ښه شوى او هلته د عدلي او قضايي ادارو د مامورينو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده.

سعيد وايي چې ددغه ولايت په هيڅ يوې ولسوالۍ کې عدلي او قضايي ادارې څانګې نه لري، نو خلک اړ دي چې خپلې حقوقي او نورې دوسيې او قضيې طالبانو ته ور وړي او پر هغوى يې پرېکړې وکړي.

د نوموړي په وينا، ددغه ولايت شاوخوا ٨٠ سلنه دوسيې او قضيې د طالبانو له خوا حل کيږي.

والي له پلاوي وغوښتل چې د خلکو ستونزو ته د لاس رسي لپاره په ولسوالیو کې خدمات ترسره او تړلې ادارې پرانیزي.

هغه وويل چې ولایت مقام په ولسواليو کې د عدلي او قضايي ادارو د مامورینو امنیت او تر څنګ يې هر ډول همکارۍ ته چمتوالی لري.

د لويې څارنوالۍ مرستیال  ارغون وويل چې د ځينو ستونزو د هواري لپاره د يوه ګډ پلاوي په مشرۍ ترينکوټ ته راغلی او له ځایي ادارې سره به په ګډه د هواري لپاره يې کار وکړي.

هغه ډاډ ورکړ چې تردې وروسته به عدلي او قضایي ادارو ته د خلکو لاس رسی زیات او خدمات به ښه شي.

اروزګان شپږ ولسوالۍ لري، چې له کلونو راهیسې په کې عدلي او قضایي ادارې تړلې دي او شته مامورین یې په مرکز ترینکوټ او يا هم کابل کې دندې ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.