کندوز (پژواک، ٩ سلواغه ٩٨): په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو نوي قوماندان پر وسله والو مخالفينو غږ کړی چې بايد خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي که نه له منځه به ولاړ شي.
د ملي دفاع وزارت د چارواکو له لوري بريد جنرال محمد علي يزداني نن د ٢١٧ پامير قول اردو د نوي قوماندان په توګه معرفي شو.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رييس ارکان حبيب الله حصاري وويل چې د پامير قول اردو نوى قوماندان بايد د شمال ختيځو ولايتونو د امنيت ټينګښت ته اړينه پاملرنه وکړي.
هغه وويل: ((نوي قوماندان ته هدايت ورکول کېږي چې د ځواکونو ترمنځ همغږي رامنځته کړي او امنيت هم ټينګ کړي.))
دغه راز د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د ملي دفاع وزارت بايد په پامير قول اردو کې د سرتېرو د درملنې په موخه يو روغتون جوړ هم کړي.
ده وويل: ((زموږ غوښتنه دا ده چې اول بايد د دوى تشکيل پوره شي او په دويم قدم کې ورته يوه مجهزه شفاخانه جوړه شي.))
د غونډې په پاى کې د ٢١٧ پامير قول اردو نوي قوماندان بريد جنرال محمد علي يزداني وويل چې په ټول قوت سره د شمال ختيځو ولايتونو د امنيت ټينګښت لپاره هلې ځلې کوي.
هغه وايي: ((هېچا ته اجازه نه ورکوو چې امنيت ګډوډ کړي او په وسله والو مخالفينو غږ کوم چې وسلې پر ځمکه کېږدي که نه له منځه به ولاړ شي.))
نوموړي زياته کړه چې د شمال ختيځو ولايتونو د امنيت د ټينګښت لپاره يې منظم پلانونه جوړ کړي دي.
نوموړي تر دې وړاندې د پامير قول اردو د رييس ارکان په توګه دنده ترسره کړې ده.
د يادونې وړ ده چې تېرکال د ٢١٧ پامير قول اردو رامنځته شوه چې دا مهال په تخار، کندوز، بدخشان او بغلان ولايتونو کې څلور لواګانې لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن