ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یما شمس د ترانسپورټ وزارت سرپرست شو

یما شمس د ترانسپورټ وزارت سرپرست شو

author avatar
29 Jan 2020 - 18:39
یما شمس د ترانسپورټ وزارت سرپرست شو
author avatar
29 Jan 2020 - 18:39

کابل (پژواک ٩ سلواغه ٩٨): د ولسمشر د حکم په اساس محمد یما شمس د ترانسپورټ وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني  د ترانسپورټ وزیر یما یاري استعفا ومنله او د یوه حکم پربنسټ یې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې لوی رئیس محمد یما شمس پر اوسنۍ دنده سربېره، د ترانسپورټ وزارت د سرپرست په توګه موظف کړ.

سرچينه زياتوي، ولسمشر د ترانسپورټ د مخکيني وزیر د کړنو او خدمتونو مننه وکړه او د دغه وزارت نوي سرپرست محمدیما شمس ته یې په ورسپارل شویو چارو کې د بریا هیله وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.