ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان پکتيا کې روغتيايي مرکزونو ته لا هم د درملو د لېږد اجازه نه ورکوي

طالبان پکتيا کې روغتيايي مرکزونو ته لا هم د درملو د لېږد اجازه نه ورکوي

author avatar
30 Jan 2020 - 11:20
طالبان پکتيا کې روغتيايي مرکزونو ته لا هم د درملو د لېږد اجازه نه ورکوي
author avatar
30 Jan 2020 - 11:20

ګردېز (پژواک، ١٠ سلوغه ۹۸): د پکتيا ولايتي روغتيايي مسوولين وايي چې وسله وال طالبان له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته د درملو د لېږد اجازه نه ورکوي او ډېری روغتيايي خدمتونه يې محدود کړي دي.

دوی ياد وضعيت ته اندېښمن دي او وايي چې که خلکو ته روغتيايي خدمتونه په عادي ډول ونه رسېږي، د ځينو ناروغانو د مړينې او واکسين کېدونکو ناروغيو د خپرېدو سخته وېره شته دى.

د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې ولايتي مشر ډاکټر فضل محمد منګل د سلواغې په لسمه پژواک ته وويل چې له شاوخوا يوې مياشتې راهيسې د ډېری روغتيايي مرکزونو د درملو، ناروغانو او په ټوله کې روغتيايي راپور نه دی ورته رسېدلی او نه يې دوی د حالت کتلو لپاره سيمو ته تللی شي.

منګل وايي چې په کلينيکونو کې درمل خلاص شوي او د روغتيايي خدمتونو د محدودېدو له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه راز د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ولايت خان احمدزی بيا هېواد موسـسه په کارونو کې په ناغېړۍ تورنوي او وايي چې روغتيايي مرکزونو ته د درملو، خوړو او نورو اړتيا وړ توکو لېږد کېدی شي، خو يادې ادارې تر اوسه دا توکي ګردېز ته هم نه دي رسولي.

احمدزي پژواک ته وويل: ((دوی دوا نه ده راوړې، نو چې دوا يې نه وي راوړې، څه به ليږي؟ دوا يې راوړې نه ده، نو اجراات به په څه وکړي؟ دوی بايد په دې اړه سم ځواب ووايي. د دوا، غذا او نورو شيانو وړلو لارې برابريږي، خو دوی تر اوسه ګردېز ته لا دا شيان نه دي رارسولي.))

بل لورته د پکتيا ولايتي شورا غړي د روغتيايي خدمتونو محدودول ناوړه چاره يادوي.

د يادې شورا غړی تاج محمد منګل وايي: ((وسله وال طالبان څنګه ځان ته اجازه ورکوي چې د روغتيايي خدمتونو مخه يې نيولې ده، دوی چې په هر نوم کومه مبارزه کوي، هغه او دا غوښتنې يې سره په ټکر کې دي، پر وسله والو طالبانو غږ کوو چې ستونزې جوړې نه کړي کنه ولس به يې پر وړاندې پاڅون وکړي.))

د پکتيا والي شميم خان کټوازی بيا وايي، خلک دې د ولسي فشار له لارې وسله وال طالبان اړ کړي چې د عامه روغتيايي خدمتونو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

کټوازی وايي: ((دولت خلکو ته کلينيک جوړ کړی، ډاکټر يې ګومارلی او درمل ورکوي، خو دا توانايي په حکومت کې نشته او نه زموږ په قوانينو کې شته چې په هر کلينيک او مکتب پوسته واچوو او له زور څخه کار واخلو. په دې برخه کې بايد خلک خپل حق واخلي او د پکتيا ولس د دې توانايي لري.))

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون عمومي مشره شهرزاد اکبر عامه روغتيايي خدمتونه د خلکو بنسټيز حق او اړتيا بولي او وايي چې پر وړاندې يې خنډ جوړول د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی.

اکبر دا خبرې ګردېز ته د يو کاري سفر په ترڅ کې له پژواک سره وکړې او له وسله والو طالبانو يې وغوښتل چې نه يوازې د عامه خدمتونو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې د خپلو واک يا نفوذ لاندې سيمو کې دې له اړوند بنسټونو سره همکاري وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.