ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدزى: له پاکستان سره په نوي پلان او فکر لوبه کوو

احمدزى: له پاکستان سره په نوي پلان او فکر لوبه کوو

author avatar
30 Jan 2020 - 14:17
احمدزى: له پاکستان سره په نوي پلان او فکر لوبه کوو
author avatar
30 Jan 2020 - 14:17

کابل (پژواک،١٠ سلواغه ٩٨):د افغانستان دکرکټ د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکى رييس احمدزى وايي چې له پاکستان سره د سيالۍ لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى او له لوبغاړو د ښې لوبې تمه لري.

د کرکټ د نړيوال جام سيالۍ چې په سوېلي افريقا کې روانې دي، په کې د نړۍ ١٦ لوبډلو برخه اخيستې وه، خو د افغانستان په ګډون اتو لوبډلو دويم پړاو ته لاره موندلې ده.

افغانستان په د  ګروپ کې له کوربه سوېلي افريقا، متحده عربي اماراتو او کاناډا سره و، افريقا او اماراتو ته يې ماتې ورکړه، خو له کاناډا سره يې پرونۍ لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته ورسېده او دواړو لوبډلو ته يوه يوه نومره ورکړل شوه.

د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې دوو لوبو ګټلو او يو مساوي کېدو سره پنځه نومرې ترلاسه کړې او په خپل ګروپ کې يې لومړي مقام ګټلو سره له سوېلي افريقا سره يې په ګډه دويم پړاو ته لاره پيدا کړه.

افغانستان به دويم پړاو سياليو کې سبا د جمعې په ورځ د کوارټر فاينل لوبه له پاکستان سره کوي، ددې لوبې ګټونکې لوبډله به ددې سياليو نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کوي.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبډلې روزونکي رييس احمدزي پژواک ته وويل چې له پاکستان سره د لوبې لپاره يې بشپړ چمتووالى نيولى دى.

هغه زياته کړه، پخوا ملي ١٩ کلنې لوبډلې پنځه ځلې پاکستان ته ماتې ورکړې، خو دا ځل نوي پلان، نوي فکر او نويو حوصلو سره ميدان ته وردانګي.

احمدزي وويل چې د افغانستان ورو توپ اچوونکي (سپنران) پياوړي دي او توپوهونکو يې هم په وروستيو لوبو کې ښې لوبې کړې دي.

د نوموړي په وينا، د پاکستان تېز توپ اچوونکي تکړه دي، خو په توپوهنه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

رييس احمدزي پاکستان سره کېدونکې لوبه سخته وبلله، خو ويې ويل چې په ګروپي سياليو کې د افغان توپ اچوونکو او توپوهونکو ښې لوبې ته په کتلو سره پاکستان سره به هم ښه لوبه وکړي.

هغه له هېوادوالو وغوښتل چې د خپلې ملي ١٩  کلنې لوبډلې لپاره دعاګانې وکړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.