ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي امنیت سلاکار : روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو نه دی

د ملي امنیت سلاکار : روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو نه دی

author avatar
30 Jan 2020 - 18:10
د ملي امنیت سلاکار : روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو نه دی
author avatar
30 Jan 2020 - 18:10

کابل (پژواک، ١٠ سلواغه ٩٨): د ملي امنیت سلاکار وايي، روان امنیتي وضعیت په هیڅ صورت د منلو وړ نه دی او باید ځايي ملکي ‌او نظامي مسوولین خپل مسوولیتونه په سمه توګه درک او لازم اجراات وکړي.

ډاکټر حمدالله محب دغه خبرې شمال ته د خپل سفر په ترڅ‌ کې نن  په کندوز کې د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولینو سره پر امنیتي وضعیت د خبرو کولو پرمهال کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه ده وويل، چې روان وضعیت باید حتمي او ضروري تغيیر وکړي.

هغه مسوولینو ته سپارښتنه وکړه چې خپلمنځي همغږي زیاته کړي، له ولایتي شورا سره په ګډه کار وکړي، له علماوو او مشرانو سره هماهنګي زیاته کړي، له خپلو قرارګاه وو څخه راووځي او دښمن د هغوی په پټنځایونو او ساحو کې له منځه یوسي.

ده یادونه وکړه‌ چې د کندوز غوندې یوې جغرافیې کې د دښمن له منځه وړل سخت کار نه دی، ځکه هم امکانات خورا زیات دي او هم ولس د طالب له شتون څخه په تنګ راغلی دی، بناء باید ژر تر ژره دښمن وځپل شي.

د هغه په وينا، مرکزي اداره د محلي ادارو هر راز ستونزې حل کوي، خو وضعیت باید ژر تر ژره تغيیر وکړي‌ او خلکو ته د اوسېدو لپاره خوندي فضا چمتو کړي.

د خبرپاڼې په حواله، د ۲۰۷ پامیر قول اردو قوماندان د ملي امنیت سلاکار او ورسره پلاوي ته یې د عمومي امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې وردوج، یمګان، دهنه غوري او درقد ولسوالۍ بېرته له وسله والو طالبانو ونیسي.

ده زياته کړه، ټول تمرکز پر دې دی، څو مخالفین د هغوی په مرکزونو کې د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه او دفاعي حالت کاملا په محاربوي حالت بدل شي.

د کندوز ځايي مسوولینو د ملي امنیت سلاکار ته وویل، چې په ښار کي د جنايي جرایمو، زورواکانو او غاصبینو پر ضد هم فعالیتونه چټک کړي ‌او ښې لاسته راوړنې لري.‌

د کندوز د ولایتي شورا ريیس په یاده امنیتي جلسه کي وویل،‌ په کندوز کې جنګونه د دې باعث شوي چې عام المنفعه تاسیسات له منځه ولاړ شي، نو ضرورت دی چې محلي او مرکزي ادارې د تاسیساتو بیارغونې او د سیمه ییزې حکومتولۍ ښه والي ته پام زیاته کړي.

د کندوز والي عبدالجبار نعیمي د ملي‌امنیت سلاکار ته وویل، طالبان د خلکو پر ضد فعالیت کوي‌ او عادي ژوند یې له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړی دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.