ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تورخم کې د کرونا وايروس د مخنيوي لپاره د مسافرينو پلټنه پيل شوې

په تورخم کې د کرونا وايروس د مخنيوي لپاره د مسافرينو پلټنه پيل شوې

author avatar
30 Jan 2020 - 15:17
په تورخم کې د کرونا وايروس د مخنيوي لپاره د مسافرينو پلټنه پيل شوې
author avatar
30 Jan 2020 - 15:17

جلال اباد (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، د کرونا وايروس د مخنيوي لپاره يې تورخم کې له چين څخه د پاکستان له لارې افغانستان ته د راتلونکو مسافرينو پلټنه پيل کړې ده.

د دوی په خبره، دغه راز يې د پاکستان له حکومته هم غوښتي هغه کسان ور په نښه کړي چې چين ته يې سفر کړی او يا هم په کرونا ناروغۍ اخته وي او افغانستان ته راځي.

د ننګرهار  د عامې روغتیا رييس ډاکټر نصیراحمد دراني د سلواغې په ۱۰مه پژواک اژانس ته وويل، روغتیایي ډله او تجهیزات یې د دې ولایت په تورخم ښارګوټې کې ځای پر ځای کړي،ترڅو هغه کسان چې له چین هېواد څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته راځي،د کرونا وایروس د مخنیوي په موخه یې روغتیایي کتنه وشي .

نوموړي زیاتوي،مسوولینو یې د تورخم BHC کلینيک کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د کرونا وایروس او د شخصي ساتنې وسایلو د استعمال په اړه هم معلومات ورکړي او عملا یې کار پیل کړی دی .

درانی وایي، همدا راز یې په جلال اباد ښار کې ۵ بابه د درملو نماینده ګۍ چې قانوني اسناد یې نه درلودل،هم مهرلاک کړې دي .

 د هغه په وینا، ددې ولایت په سیمه ییز روغتون کې يې له ولادي اونسايي څانګې څخه لیدنه وکړه،ترڅو د زېږونونو د زیاتوالي له امله په بېلابېلو برخو کې چمتوالی رامنځته کړي.

دغه ويروس چې په چين کې خپور شوى، تر اوسه يې له ١٧٠ ډېر کسان وژلي او تر ۷۰۰۰ زيات کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي چې تر زرو زيات يې روغتونونو کې بستر شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.