ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

په لوګر کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
30 Jan 2020 - 14:27
په لوګر کې له سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
30 Jan 2020 - 14:27

پل علم (پژواک،١٠ سلواغه ٩٨):د خوراک نړيوال سازمان له لوري د  لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې له سلګونو بې وزله او بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په ٨٥٠ بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو نن و وېشل شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې اوړه، بوره، وريجي او غوړي شامل دي.

هغه زياته کړه: ((دغه مرستې موږ د يوې سروې په اساس ترسره کړي او مستحق خلک مو په کې نيولي دي.))

دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خېلو کلي اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې جګړو سخت ځپلي دي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه:((حکومت بايد هر وخت له بې وزله او جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.))

همدارنګه د بره کي برک د بره کي راجان اوسېدونکي دوا جان پژواک ته وويل چې د حکومت له دغو مرستو څخه مننه کوي.

ده زياته کړه:((کاروبار نه شته دى،زه سخت غريب يم، دا راته ډېر شى دى چې حکومت راسره مرسته وکړه.))

د يادونې ده چې تېره مياشت هم په لوګر کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري له شاوخوا لس زره کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوې وې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.