پل علم (پژواک،١٠ سلواغه ٩٨):د خوراک نړيوال سازمان له لوري د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې له سلګونو بې وزله او بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بره کي برک ولسوال احمد ويس عبدالرحيمزي د سلواغې په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په ٨٥٠ بې ځايه شويو او بې وزلو کورنيو نن و وېشل شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو مرستو کې اوړه، بوره، وريجي او غوړي شامل دي.
هغه زياته کړه: ((دغه مرستې موږ د يوې سروې په اساس ترسره کړي او مستحق خلک مو په کې نيولي دي.))
دغه راز د بره کي برک ولسوالۍ د زقوم خېلو کلي اوسېدونکي بلال پژواک ته وويل چې جګړو سخت ځپلي دي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.
هغه زياته کړه:((حکومت بايد هر وخت له بې وزله او جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وکړي.))
همدارنګه د بره کي برک د بره کي راجان اوسېدونکي دوا جان پژواک ته وويل چې د حکومت له دغو مرستو څخه مننه کوي.
ده زياته کړه:((کاروبار نه شته دى،زه سخت غريب يم، دا راته ډېر شى دى چې حکومت راسره مرسته وکړه.))
د يادونې ده چې تېره مياشت هم په لوګر کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې له لوري له شاوخوا لس زره کورنيو سره د خوراکي او نورو توکو مرستې شوې وې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن