ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: پکتيا کې د حقاني شبکې لس غړي نيول شوي

چارواکي: پکتيا کې د حقاني شبکې لس غړي نيول شوي

author avatar
30 Jan 2020 - 17:18
چارواکي: پکتيا کې د حقاني شبکې لس غړي نيول شوي
author avatar
30 Jan 2020 - 17:18

ګردېز (پژواک، ۱۰ سلواغه ۹۸): د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې امنيتي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې په دغه ولايت کې د حقاني شبکې لس غړي نيولي دي.

دوی وايي چې له دغو کسانو سره يوه اندازه وسله او تجهيزات هم نيول شوي او ځينو يې په کړو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت د سلواغې په لسمه پژواک ته وويل چې ياد کسان د يوې اوونۍ په اوږدو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې نيول شوي دي.

حسرت وايي: ((دا لس تنه د ملي امنيت منسوبينو له خوا په يوه اوونۍ کې د پکتيا ولايت په مختلفو سيمو کې نيول شوي دي. دوی د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د کرښې دې غاړې ته تشدد او تخريب ګرو فعاليتونو ته هڅول کېدل او ګومارل کېدل.))

عبدالله حسرت وايي چې د امنيتي ځواکونو د فعاليت او ظرفيت لوړېدو له امله امنيتي ساحه پراخه شوې او هڅه کوي په ژمي کې تر لاسه کړې ځينې سيمې د تل لپاره تر امنيتي پوښـښ لاندې وساتي.

حسرت زياته کړه:((زموږ امنيتي ساحه زياته شوې ده. دا زموږ د امنيتي ځواکونو په ظرفيت لوړېدو او د ترهګرۍ پر وړاندې د سر په بدله د امنيتي ځواکونو په شجاعانه مبارزې دلالت کوي. موږ باوري يو چې په شته امکاناتو به د امنيتي ځواکونو مبارزه لا تشديده شي.))

د نيول شويو کسانو له ډلې د سيف الله په نوم يو تن وايي چې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې د پاکستانۍ حافظ رشيد وسله والې ډلې له خوا ورته ماين ورکړل شوی و، چې د ډنډپټان ولسوالۍ په څپري بازار کې دولتي ځاى په نښه کړي.

نوموړي وويل: ((د حافظ رشيد او صديق ډلې ما ته ماين راکړ چې په څپري کې يې حکومت ته خښ کړه. د کرښې هغې غاړې او پکتيا کې فعاليت کوي. ما سره يې ملګرتيا جوړه کړه او بيا يې ماين راکړ.))

د امنيتي ځواکونو د ځينو غړو په ګډون ځينې خلک نيوکه کوي چې يوشمېر نيول شوي غله او وسله وال مخالفين په محاکمو کې د فساد له امله بېرته خوشې کيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.