کابل (پژواک، ١١ سلواغه ٩٨) : د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړونده سيمه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د سلواغې په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن تر غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو د پنځمې حوزې اړونده د کمپنۍ پر سړک د فاضل بيګ سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، په يوه کراچۍ کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او يوتن ټپي شوى دى.
نوموړى وايي، د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او نور جزئيات به وروسته شريک کړي.
خو د سيمې اوسېدونکي وايي چې د چاودنې ساحه کې يې درې جسدونه ليدلي دي.
ددې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن