ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داروزګان هوایي برید کې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
31 Jan 2020 - 19:58
author avatar
31 Jan 2020 - 19:58

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۸) : د اروزګان مرکز ترینکوټ ښار اړوند دهجوذ سیمه کې نن سهار د هوایي عملیاتو پر مهال پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته وویل، امریکایې پوځیان نن سهار دهجوذ سیمه ته په عملیاتو وتلي، چې لاهم دوام لري.

سرچینه وایې، بهرنیان هوایې ملاتړ هم له ځان سره لري، او د جګړې له سیمې د سپکو او درنو وسلو غږونه اوریدل کیږي.

د ترینکوټ د ملکي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخی وایې، د دهجوذ له سیمې هغوی ته پنځه کسان ور وړل شوي، چې یوه وژل شوی او څلور ټپیان دي چې ټول ښځې او ماشومان دي.

توخی وایې، قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي، چې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایې برید کې ورته مرګ ژوبله اوښتې.

د یادونې وړ چې په کندوز ولایت کې هم د بهرنیو ځواکونو عملیاتو کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.