ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که چا خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل نه کړل، سل زره افغانۍ جريمه کېږي”

“که چا خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل نه کړل، سل زره افغانۍ جريمه کېږي”

author avatar
31 Jan 2020 - 10:02
“که چا خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل نه کړل، سل زره افغانۍ جريمه کېږي”
author avatar
31 Jan 2020 - 10:02

خوست ښار (پژواک، ١١ سلواغه ۹۸): د خوست د دوو ولسواليو اوسېدونکو پرېکړه کړې، که چا د نوي ښوونيز کال له پيل سره سم له پنځه کلنۍ څخه تر شل کلنۍ پورې ټول ماشومان  او تنکي ځوانان ښوونځيو کې شامل نه کړل، سل زره افغانۍ جريمه کېږي.

د هغوی په وينا، که هر چا له دغې پرېکړې سرغړونه وکړه او خپل زوی چې د ښوونځي قانوني عمر يې پوره کړى وي په ښوونځي او يا ديني مدرسه کې شامل نه کړ، نو د قوم له خوا به سل زره افغانۍ جريمه کيږي.

د حاجي صابر جان په نوم د دوه منده ولسوالۍ د کوتيخېلو د سيمې د قومي شورا يو تن مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پرېکړه يې له بدو او ناوړه کارونو څخه د خپلو اولادونو د مخنيوي او د هغوی د ښې راتلونکې په موخه کړې.

هغه وايي: (( په اوس وخت کې تعليم ته اړتيا ډېره ده، د تعليم په حاصلېدو سره د بدو او د نشه يي موادو څخه سړی منع کېدای شي. موږ مشران او ځوانان به انشاالله دا پرېکړه په ګډه عملي کوو.))

د حاجي ظاهر خان په نوم د دوه منده ولسوالۍ يو بل قومي مشر پژواک اژانس ته وويل، ټولې هغه ناخوالې او ستونزې چې دا مهال په هېواد کې موجودې دي او افغانان ورسره مخ دي، يواځينى لامل يې د پوهې او تعليم کموالۍ دی.

د هغه په خبره، که هر پلار خپل اولاد ښوونځي يا مدرسې ته ولېږي او د علم په ګاڼه يې سمبال کړي، شونې ده چې يوه ورځ به دا ټولې ستونزې ختمې او افغانان به هوسا ژوند ولري.

ده زياتوي: ((که چېرې موږ مخکې د خدای پاک پر دې اقوالو باندې عمل کړی وای، نو اوس به ډېر کاميابۍ ته رسېدلي وای. نو موږ دا اړينه وبلله چې خپل قوم کې دغه تړون وکړو او اولادونه مو تعليم يافته شي.))

ورته مهال د دوه منده ولسوالۍ د ځوانانو د سمون ټولنې غړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو په ترڅ کې يې خلک يادې پرېکړې ته هڅولي، وايي چې رښتيا هم د نورو ولسواليو په پرتله ددغې ولسوالۍ خلک د تعليم له پلوه يو څه وروسته دي.

ددغې ټولنې يو تن غړي جعفرهاند پژواک اژانس ته وويل: ((ټول خلک د تعليم لپاره ليواله دي، زموږ د ځوانانو په هڅو مو خلکو ته د علم ارزښت ور وپېژانده او زموږ ولسوالي چې وروسته پاتې ده، علت يې همدا دی چې اکثره خلک يې له تعليم څخه لرې پاتې دي.))

بلخوا د خوست پوهنې ریاست وايي چې د راتلونکي تعلیمي کال لپاره يې نجونو ته د زده کړو د زمینې برابرولو هڅې چټکې کړې دي.

دوى وايي، د نادر شاه کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو په يوه جرګه کې پرېکړه وکړه چې کور پر کور به زده کړو ته د هڅونې کمپاین پیلوي او خلک به اړ کوي تر څو په دغه سیمه کې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.

سرچينې وايي، په دې ولسوالۍ کې ماشومانو ته د اتو نويو ودانیو د جوړېدو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې دي چې تر  ۱۳۹۹ تعلیمي کال پورې به ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.