ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حکومت په ننګرهار کې د تاريخي ابدو بيارغونې ته هېڅ پاملرنه نه کوي”

“حکومت په ننګرهار کې د تاريخي ابدو بيارغونې ته هېڅ پاملرنه نه کوي”

author avatar
1 Feb 2020 - 15:48
“حکومت په ننګرهار کې د تاريخي ابدو بيارغونې ته هېڅ پاملرنه نه کوي”
author avatar
1 Feb 2020 - 15:48

جلال اباد (پژواک، ١٢ سلواغې ۹۸): د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رياست مسوولين وايي، اړوند وزارت او مرکزي حکومت په دغه ولايت کې د تاريخي ابدو بيارغونې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د دوی د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې شاوخوا سل تاريخي ځايونه او ابدې موجود دي چې ټول يې د تېرو څلور لسيزو جګړو له امله ړنګ شوي او اوس يې يوازې د درېیو بيارغونه روانه ده.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس رحيم الله خوږياڼي د سلواغې په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د سلو په شاوخوا کې تاريخي ابدې او ځايونه شتون لري چې له يادې ډلې ۲۲ تاريخي ابدې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري رسماً ثبت او راجستر شوې دي.

نوموړی زیاتوي، پاتې تاريخي ابدې د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري تر جدي مراقبت لاندې دي چې له پلان سره سم به يې د ثبت او راجستر چارې په راتلونکي کې ترسره شي.

د اطلاعات او کلتور رييس وايي، دلته ټولې تاریخي ابدې تېرو څلور لسيزو جګړو ويجاړې کړې او اړوند وزارت او مرکزي حکومت يې بيارغونې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د نوموړي په خبره: ((متاسفانه په ننگرهار کې د تاريخي ابدو رغونې ته هېڅ توجه نه ده شوې، نه په اوسني حکومت کې او نه هم په  تېر حکومت کې ورته توجه شوې ده.))

د رحيم الله خوږياڼي د معلوماتو له مخې، اوس مهال يوازې د غازي امان الله خان مقبره رغول شوې او د سراج العمارت او شاهي ماڼۍ بيارغونه روانه ده.

ده وويل: ((موږ پر دې تواندېدلي يو چې دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د انکشافي بودجي څخه د جلال اباد د سراج العمارت تاريخي ودانۍ باندې عملاً د ترميم چارې پيل کړو چې په راتلونکي کال کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.))

نوموړی زیاتوي، په دې سربېره د هډې له تاريخي موزیم څخه هم چاردېوالي تاوه شوې او له غصب څخه خوندي شوی دی، همدا راز د سبز اباد تاريخي غونډۍ باندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تخنيکي ټيم له لوري د مسلکي کيندلو چارې پیل شوې چې تر دې دمه تر سلو زيات تاریخي اثار ترې ترلاسه  شوي.

د اطلاعات او کلتور رييس وايي، دلته د موجوده تاريخي ابدو په تړاو يې راپور چمتو کړی چې څومره زيانمنې شوې او بيارغونې ته اړتيا لري چې له وزارت او مرکزي حکومت سره يې شريک کړی.

هغه وويل، که وزارت او مرکزي حکومت د دغو تاريخي ابدو د بيارغونې په برخه کې کوم اقدام ونه کړ نو دوی به چمتو شوی راپور له رسنيو سره شريک کړي او نيوکه به وکړي چې حکومت دې برخې ته کوم پلان نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.