ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د نري رنځ شل بستريز روغتون جوړ او پرانيستل شو

ګردېز کې د نري رنځ شل بستريز روغتون جوړ او پرانيستل شو

author avatar
1 Feb 2020 - 19:56
ګردېز کې د نري رنځ شل بستريز روغتون جوړ او پرانيستل شو
author avatar
1 Feb 2020 - 19:56

ګردېز (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۸): د سوېل ختيځ زون په مرکز ګردېز کې د مقاوم نري رنځ ناروغي د تداوي شل بستريز روغتون جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

روغتيايي مسوولين وايي، له دې سره د نري رنځ يا توبرکلوز د اوږدمهاله ناروغۍ د نرم او سخت دواړو ډولونو تشخيص او درملنه شوني کېږي.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي، د دې روغتون په جوړېدو شاوخوا درې سوه زره امریکايي ډالر لګښت راغلی چې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورکړل شوى دى.

هغه په روغتيايي برخه کې د هېواد په نوم د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې د فعاليتونو د نيمګړتياوو پر اصلاح او ښه کېدو ټينګار وکړي او زياته يې کړه چې وسله وال طالبان پر روغتيايي خدمتونو د محدوديت په لګولو بشري جنايت کوي.

دى وايي: ((په روغتيايي برخه کې پکتيا کې ښه پرمختګونه شوي او تقريبا يواځينۍ برخه روغتيا ده چې موږ يې کمپلکس لرو. د روغتيايي خدمتونو کيفيت او د ټولو سيمو پوښـښ لا هم يوه ستونزه ده، موږ ياده موضوع له ټولو اړوندو ادارو سره شريکه کړې او په ګډه به يې د ښه کېدو هڅې وکړو.))

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزی وايي، تر دې وړاندې د نري رنځ ناروغان د تداوي لپاره پلازمېنې کابل يا ګاونډي پاکستان ته تلل، چې په خبره يې د تشخيص او تداوي پر پروسه يې لسګونه زره افغانۍ لګښت کېده.

ده پژواک ته وويل چې د نري رنځ د تداوي ننګوونکی حالت د مقاوم نري رنځ درملنه ده، چې زيات وخت او دقت ته اړتيا لري او په خبره يې تر دې وروسته به د پکتيا او زون د نري رنځ دا ډول ناروغان په دې روغتون کې تداوي کېږي، چې لس بستره يې د ښځو او لس هغه يې د نارينه وو لپاره دي.

هغه زياته کړه: ((په دې باندې به ډېر تغيير راشي، ځکه دلته به د ناروغانو تشخيص او تداوي کېږي يا به د ډاکټر صاحبانو له خوا تشخيص او موږ ته معرفي کېږي. د ناروغانو د وخيمې دورې لپاره څلور ايزولېشن خونې لري. دلته به يې له اتلس مياشتو تر دوه کلونو تداوي جريان لري او دا ټول مصارف به يې د عامې روغتيا وزارت د نري رنځ د محوې ملي پروګرام له خوا ورکول کېږي.))

د پکتيا اوسېدونکی اجمل مسعودزی د دې روغتون په پرانیستل کېدو خوښ دی او وايي، د نري رنځ د يو سخت ناروغ د تداوي لپاره د ګاونډي پاکستان تګ ته اړ شوی و.

ده نيوکه وکړه چې پکتيا ته د نورو تر څنګ په روغتيايي برخه کې هم د څلور لسيزې پخوانۍ سرشمېرنې پر اساس امتيازات او اسانتياوې ورکول کېږي، چې خورا ناکافي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ ډېر خوشاله يو چې د پکتيا په روغتيايي کمپلکس د توبرکلوز د درملنې روغتون جوړ شو، له مسوولينو غواړو چې همدا ډول توجه وکړي، خو کمه نه، بلکې د نفوس اوسني شمېر ته په کتو.))

د يادونې ده چې د نري رنځ د درملنې د دې روغتون ودانۍ شاوخوا کال وړاندې جوړ شوې وه، خو د تشکيل او تداوي لپاره د اړتيا وړ اسانتياوو د نشتوالي له امله يې پرانيسته تر اوسه ځنډېدلې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.