ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تورخم کې لاريون کوونکو د منظور پښتين د خلاصون غوښتنه وکړه

تورخم کې لاريون کوونکو د منظور پښتين د خلاصون غوښتنه وکړه

author avatar
1 Feb 2020 - 18:11
تورخم کې لاريون کوونکو د منظور پښتين د خلاصون غوښتنه وکړه
author avatar
1 Feb 2020 - 18:11

جلال اباد (پژواک ۱۲ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د شينوارو او مومندو قومونو يو شمېر ځوانانو او مشرانو تورخم ښارګوټي کې د يوه سوله ييز لاريون له لارې د پاکستاني حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين د خلاصون غوښتنه وکړه.

دوی دغه راز د پاکستان حکومت ته ګواښ وکړ، که منظور پښتين ازاد نه کړي، نو د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه قومونه به دومره بغاوت وکړي چې د ډيورنډ کرښې پر سر غځېدلی اغزن سيم به ونړوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون څو ورځې وړاندې د پېښور اړوند پاکستاني پوليسو نيولی او لا هم له هغوی سره په بند کې دی.

په همدې تړاو نن د سلواغې په ۱۲مه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښار ښارګوټي کې د شينوارو او مومندو قومي مشرانو او ځوانانو سوله ييز لاريون وکړ او د هغه د خلاصون غوښتنه يې وکړه.

د لاريون يوه تنظيموونکي خيراباد شينواري وويل، په مظاهره کې د شينوارو او مومندو قومونو اړوند ځوانان او مشران ګډونوال دي چې ټول د منظور پښتين د خلاصي غوښتونکي دي.

هغه د بشر حقونو نړيوال سازمان او افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه هيله څرګنده کړه چې د منظور پښتين په ازادۍ کې هلې ځلې وکړي.

د لاريون يو ګډونوال تور ګل شينوارى وايي، په کوزه پښتونخوا کې پښتانه له ډېرو ظلمونو سره مخامخ دي او هغه شخص چې د پښتنو د حقونو لپاره يې مبارزه کوله، د پاکستاني حکومت له خوا نيول شوی چې دا يوه ظالمانه کړنه ده.

ده زياته کړه: ((که زموږ غوښتنه ونه منل شي، نو موږ به د هغې غاړې شينوارو عزيزانو باندې غږ وکړو او موږ به هم ورټول شو او لکه د برلين د دېوال په څېر به يې دا سيمې خاردار ونړوو او ټوټه ټوټه به يې خپلو کورونو ته يوسو.))

د لاريون يوه ځوان ګډونوال حکيم الله وويل، نړيواله ټولنه بايد د منظور پښتين د خلاصون په اړه د نړۍ ګوټ ګوټ کې د پښتنو د پيل شويو مظاهرو ملاتړ وکړي او دغه راز پر پاکستاني حکومت فشار راوړي چې منظور پښتين خوشې کړي.

د يادولو وړ ده چې د پاکستاني حکومت له لوري څه موده وړاندې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه نور مخکښ غړي محسن داوړ او علي وزير هم نيول شوي وو او تر هغې څه موده وړاندې يې بل مهم غړی ارمان لوڼۍ وژل شوی هم دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.