ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد: طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی

خليلزاد: طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی

author avatar
1 Feb 2020 - 19:51
خليلزاد: طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی
author avatar
1 Feb 2020 - 19:51

کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٨): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى خلیلزاد د دې ترڅنګ چې وايي، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی، زياتوي چې د اوربند او يا د تاوتريخوالي د پام وړ او پايداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته په تمه دي.

نوموړى نن سهار کابل ته راورسېد او ټاکل شوې چې د افغانس سولې په اړه د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خلیلزاد سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دغې کتنه کې چې یو شمېر لوړپوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، ډاکټر  زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړه جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په اشارې وویل: د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یو.‎

خلیلزاد زیاته کړې، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله لرم په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږو.

نوموړي همداراز  پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل، له دوی سره مو پر سوله سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.

د يادولو ده چې خلیلزاد تېره ورځ د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي او لوی درستیز قمر جاوېد باجوه سره کتنه او خبرې درلودې.

له شاوخوا یوه کال راهیسې د مریکا د متحدو ایالتونو او طالبان د استازو ترمنځ خبرې پیل شوې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.