ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د غوړیو بیې ټيټې شوې دي

په کابل ښار کې د غوړیو بیې ټيټې شوې دي

author avatar
1 Feb 2020 - 15:34
په کابل ښار کې د غوړیو بیې ټيټې شوې دي
author avatar
1 Feb 2020 - 15:34

کابل (پژواک،١٢ سلواغه ٩٨): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د غوړیو بیې ټيټې شوې خو د نورو لومړنیو توکو بیې پر خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د منډوي بازار عمده پلورونکي محمد صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه له ۱۲۸۰ څخه ۱۲۵۰ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

نوموړي د غوړیو د بیې ډ ټيټېدو د لامل په اړه وویل، په نړیوالو بازارونو کې د غوړیو د بیو د ټيټېدو وروسته په کابل ښار کې هم د غوړیو بیې ټيټې شوې دي.

خو نوموړي وویل، نن د تېرو اوو ورځو په څېر ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په ۳۲۰ افغانۍ پلوري.

په ځینو مواردو کې د یو شمېر توکو عمده بیې له پرچون بیو سره لږ خو په ځینو نورو مواردو کې ډېر توپیر لري.

د کابل ښار د تایمني د ۱۳ سړک د خوراکي توکو پلورونکي احمد مصطفی وویل، نن د ٤٩ کیلو ګرام قزاقي اوړو پرچون بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلو ګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۲۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلو ګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ٢٣٠٠ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشید غوړي په ١٣٠٠افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیايي چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام تور افریقايي چای په پرچون ډول په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار د وزیر اباد د تېلو ټانک یوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو لېتر پټرل په ۵۰ ۴۸ افغانۍ او یو لېتر ډېیزل په ۴۷ افغانۍ پلوري.

که څه هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې ګاز په یوه بیه نه پلورل کېږي خو ګاز پلورونکي وايي چې د ګازو په بیو کې تغییر نه دی راغلی.

د کابل ښار د تایمنیو د څلورم سړک ګاز پلورونکي احمد جاوېد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ده.

د کابل ښار پل پادشاه سیمې ګاز پلورونکي محمد ظريف وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلو مایع ګاز په ۶۵ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې هم په خپل حال پاتې دي.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکي بصیر احمد وویل، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۷۵۰ عیاره عربي سره زر په ۳۲۰۰ افغانۍ او یو ګرام ۵۸۵ عیاره روسي سره زر  په ۲۶۰۰ افغانۍ پلوري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.