ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان اوسېدونکي: نړیوال دې د سولې د ټینګښت لپاره عملي ګامونه واخلي

author avatar
2 Feb 2020 - 18:13
author avatar
2 Feb 2020 - 18:13

ترینکوټ (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): د اروزګان اوسېدونکي له ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو غواړي چې د افغان سولې د ټینګښت او پایښت لپاره دې رښتيني او عملي ګامونه اوچت کړي.

د افغان سولې رهبران یا E P D  موسسې له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډونوالو له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د سولې پروسې د برياليتوب لپاره دې خپل مسوولیت ادا کړي.

دوی وایې، له تېرو څو لسیزو راهیسې یوشمېر ګاونډیو هېوادونو ځکه په هېواد کې د جګړې اور بل کړی، ترڅو خپلې ګټې خوندي کړي.

د اروزګان د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي حمدالله ابدالي وایې، د هرې جګړې پاى سوله ده، نو ځکه یې له ښکېلو خواوو غوښتنه ده چې د سولې له شته فرصت څخه ګټه واخلي.

د ده په وينا، له تېرو دوو لسیزو راهیسې په هېواد کې د روانې جګړې ټول قربانیان ولسي او ملکي کسان دي چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې سرپرسته شوې دي.

په دې غونډه کې ويناوالو له یوشمېر ګاونډيو هېوادونو هم وغوښتل چې د خپلو شخصي موخو ترلاسه کېدو لپاره دې په افغانستان کې د روانې جګړې اور ته لمن نه وهي.

غونډه کې مدني فعالینو او ځوانانو بیا په قطر کې د امریکا او طالب استازو تر منځ د سولې اړوند موضوعاتو څخه د خلکو نه پوهاوی هم د اندېښنې وړ وباله.

مدني فعال جاوید خپلواک وایي، څه باندې یوکال کېږي چې په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې دي، خو د دغو د خبرو هر ډول جزئیات له ولسونو څخه پټ ساتل کېږي.

د هغه په وينا، د سولې پټو خبرو خلک اندېښمن کړي او پر سولې یې شته باور له لاسه ورکړی دى.

په کور دننه کې بیا له سیاسیونو وغوښتل شول چې د سولې راتګ لپاره یوه اجماع جوړه او خپلمنځي اختلافات پای ته ورسوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.