ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صنعت کاران په کابل کې د فابریکو لپاره د ځمکو له نه وېش څخه شکایت کوي

صنعت کاران په کابل کې د فابریکو لپاره د ځمکو له نه وېش څخه شکایت کوي

author avatar
2 Feb 2020 - 18:35
صنعت کاران په کابل کې د فابریکو لپاره د ځمکو له نه وېش څخه شکایت کوي
author avatar
2 Feb 2020 - 18:35

 کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): صنعت کاران په داسې حال کې دوی ته په کابل کې د ځمکې د نه وېش له امله شکایت کوي چې حکومت چمتو دی په نورو ولایتونو کې ورته ځمکه ووېشي، خو صنعت کاران د ولایتونو امنیتي وضعیت د پانګونې لپاره مناست نه ګڼي.

 نن یو شمېر صنعت کارانو په یوه خبري ناسته کې چې په کابل کې د صنعت کارانو په ټولنه کې جوړه شوې وه ګډون کړی وو.   

 د حاجي نوراغا په نوم صنعت کار یادې ناستې ته وویل:((لس کاله کېږي چې موږ په کرایي ځمکه کې فعالیت کوو، حکومت ته مالیه ورکوو خو د حکومتي چارواکو پر ژمنه سربېره تر اوسه موږ ته ځمکه نه ده وېشل شوې.))

 د نوموړي په خبره، اوس له ۲۴۰ ډېرې فابریکې په کابل کې په کرايي ځمکو کې فعالیت کوي او هره فابریکه د میاشتې له ۵۰۰ څخه تر لس زره ډالر کرایه ورکوي.

ځینې نورو صنعتکارانو هم ورته نظر درلود.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي زرین ګل یادې ناستې ته وویل، په کابل کې د ۲۴۰ فابریکو سربېره چې ځمکې ته اړتیا لري شاوخوا ۱۵۰ سوداګر چې اوس په پاکستان کې په کار بوخت دي هم تیار دي چې په کابل کې پانګونه وکړي، خو حکومت ورته ځمکه نه ده وېشلې.

 نوموړي له ولسمشر، اجرايیه رییس او اړوند ادارو وغوښتل چې پانګوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه د ده په خبره صنعت د ټولنې د ملاتیر جوړوي او حکومت باید له نافذه قوانینو سره سم د ځمکو د وېش سربېره د پانګوالو د امنیت ټینګښت او خونديتوب ته لازمه توجه وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صعنتي پارکو امر وحیدالله روحي یادې ناستې ته وویل، د هېواد په ۱۶ صنعتي پارکو کې له ۳۰۰۰ نومرو ډېره ځمکه صنعتي فابریکو ته د وېش لپاره تیاره ده خو حکومت نه شي کولای د څرخي پله په صنعتي پارک کې نورو فابریکو ته ځمکه ووېشي.

 هغه زیاته کړه، که هر صنعت کار خپل کاري پلان او د ځمکې د ترلاسه کولو شرایط بشپړ کړي له کومې ستونزې پرته به په خوست، ننګرهار، میدان وردګو، لوګر، فاریاب، هرات او پکتیا کې ورته ځمکې ووېشل شي.

 د نوموړي په خبره، د ولسمشر په حکم په ۱۳۸۳ کال کې د څرخي پله په صنعتي پارک کې د ځمکې وېش بند شوی او تر اوسه هېڅ پانګوال ته په یاد صنعتي پارک کې ځمکه نه ده وېشل شوې.

 روحي زیاته کړه، په دغه پارک کې د ځينو چاپېریالي ستونزو او په کابل کې د نفوس د ډېرېدو د ستونزې له امله ځمکه نه وېشل کېږي.

 خو صنعت کاران وايي چې حکومت په کابل ښار کې د پانګوالو امنیت نه شي ساتلی نو په ولایتونو کې به یې څه ډول وساتي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.