ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي

​سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي

author avatar
2 Feb 2020 - 19:01
​سږ کال له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۰۰۰ پېښې ثبت شوې دي
author avatar
2 Feb 2020 - 19:01

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي چې سږ کال د وژنو او جنسي تېري په ګډون د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څه باندې اووه زره پېښې ثبت شوې دي.

دغه څرګندونې د ښځو چارو وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ د سلواغې په ۱۳مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

وردګ وويل چې سږ کال تر اوسه په ټول هېواد د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۷۰۴۱ ‎پېښې ثبت شوې چې ۲۰۳۱ يې عدلي او قضايي اورګانو ته پېژندل شوې دي.

د هغې په وينا، د پاتې نورو پېښو عاملينو ته مشوره ورکړل شوې او بېرته کورونو ته استول شوي دي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، په دغو پېښو کې قتل، جنسي تېري، زندۍ کول، په کم عمر کې واده کول، وهل ټکول، له کوره تېښه او اجباري ودونه شامل دي.

هغې زياته کړه چې تر ټولو ډېرې پېښې په سرپل، غور، بادغيس، فارياب، جورجان، فراه، تخار، بلخ، ننګرهار، کابل او باميان ولا‎يتونو ثبت شوې دي.

دې وويل چې ناسم دودونه، په کم عمر کې واده کول، اجباري ودونه، لوړ ولور، بېوزلي، بې سوادي او له شرعيت او قانون څخه نا خبري د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړوي.

وردګ زياتوي چې په ډېرو پېښو، په ځانګړي ډول په اجباري ودونو کې تر ډېره وسله وال مخالفين هم لاس لري.

همدا راز په ياده غونډه کې د ښځو چارو وزارت وياندې رويا دادرس وويل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کمولو په موخه د هېواد په ٢٢٤ ولسواليو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي دي.

د دادرس په وينا، د ښځو پر وړاندې د تاتريخوالي ډېرى عاملين، له پېښې وروسته يا له هېواده بهر وځي او يا هم وسله والو مخالفين ته پناه وړي نو ځکه امنيتي ارګانونه نه شي نيولاى.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون هم ويلي وه چې سږ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي  دپېښو د ثبت شمېره ډېرې شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.