ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې ولې پرمختګ نه دى شوى؟

د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې ولې پرمختګ نه دى شوى؟

author avatar
2 Feb 2020 - 19:47
د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې ولې پرمختګ نه دى شوى؟
author avatar
2 Feb 2020 - 19:47

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٨): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي چې طالبان او امريکا هر يو خپلو ګټو ته ژمن دي چې له امله يې په خبرو کې پرمختګونه نه کېږي، له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو يوه کلنه لړۍ چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ په يوه ټويټ ځنډېدلې وه، تېره مياشت بيا پيل شوه، خو دغه ځل اوربند او د تاوتريخوالي کمول د امريکايي لوري او افغان حکومت جدي غوښتنه ده.

د دويم پړاو خبرو په جريان کې پر بګرام پوځي اډې چې د امريکايي ځواکونو ستر مرکز دى، د طالبانو له خوا ډله ييز بريد وشو چې له امله يې دا خبرې يو ځل بيا له خنډ سره مخ شوې.

زلمي خليلزاد د طالبانو د قطر دفتر ته وويل چې په پاکستان کې له خپلو مشرانو سره د تاوتريخوالي کمولو په اړه سلا مشورې وکړي، د طالبانو پلاوي دوه ځلې پاکستان ته ولاړل، خو تر اوسه يې هم خليلزاد ته سم ځواب نه دى ورکړى.

د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد چې پرون له اسلام اباده کابل ته راغلى و، له ولسمشر اشرف غني سره په خبرو کې یې په داګه کړې چې له طالبانو سره په خبرو کې يې د پام وړ پرمختګ نه دى کړى.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين بيا په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي، خو زياتوي چې ورو پرمختګ شوى دى.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې له زلمي خليلزاد سره يې خبرې کړې دي او هيله ده چې په راتلونکي کې نور پرمختګونه وشي.

دا چې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې ولې پرمختګ نه کېږي او خنډونه را ولاړ شوي، سياسي شنونکي يې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د کابل پوهنتون استاد کبير حقمل وايي، د امريکا او طالب لورو پرته، له دې پروسې هېڅوک نه دي خبر، دوى هم ډېر کله څه نه وايي او نه هم له رسنيو سره معلومات شريکوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د سولې په برخه کې هيلې ډېرې دي، طالبان هم يوه خوله نه دي، هغوى تل د سياسيونو او جنګياليو په لېول د نظرياتو تفاوت لري، د قطر دفتر ډېر ځله چې څه وايي، بيا د نهايي کېدو لپاره له خپل مشرتابه سره مشورو ته اړتيا لري.

حقمل زياته کړه: ((موږ د سولې لار پرانيستې د ټولو په خوښه او داسې پروسې ته اړتيا لرو چې هدف يې افغانيت او د افغانستان سوله وي، د اوسنۍ سولې شاوخوا ټکي که  حساب کړو، بې شمېره ده، د ګاونډيانو رضا کول، د سيمې هېوادونو رضا کول، د طالبانو د ملاتړ رضا کول، دا ټول داسې يو حالت دي چې د بېلابېلو ډلو او هېوادونو د ګټو تضاد رامنځته کوي.))

نوموړي په دې برخه کې د افغانستان حکومت د دريځ ملاتړ وکړ، چې د سولې پروسې ته دې په اسانه نظر ونه کتل شي او نه هم په دې کار کې بېړه په کار ده.

همدا راز سهيل شاهين  له امريکا غږ سره په خبرو کې امريکايي لوری د سولې خبرو کې پر پېښ شوي خنډ باندې تورن کړى دى.

هغه زياته کړې:  “موږ موافق یو چې د هوکړې د لاسلیک پر مهال یو خوندي چاپېریال برابر کړو، مګر امریکایانو نورې غوښتنې رامخې ته کړې “چې د شاهین په وینا د خبرو په بهیر کې یې خنډونه را ولاړ کړل.

د سولې شورا پخوانى کارکوونکى او د سولې فعال سيد خالد سادات هم وايي چې د طالبانو او امريکا ترمنځ دايمي پرمختګونه چې د سولې لپاره ګټور وي، نه دي شوي.

نوموړي پژواک ته وويل، امريکا غواړي په دې خبرو کې د جګړې لګښت کم او په افغانستان کې خپل حضور دايمي پيدا کړي او اهداف لاس ته راوړي.

د سادات په وينا، طالبان له امريکا سره په خبرو کې په خپلې ډیپلوماسۍ کې ناکام شوي، اوس طالبان نه مخکې تللى شي نه شا ته.

نوموړي د تاوتريخوالي کمولو موضوع ته په اشارې سره وويل چې دا غټه بدبختي ده، د تاوتريخوالي کمولو لپاره عملي ډول هېڅ نه ليدل کېږي، په يو شمېر ولايتونو کې قوي جګړه روانه ده، په تېره اوونۍ کې ٦٠ افغان سرتېري وژل شوي او ترڅنګ يې بمبارۍ هم روانې دي.

هغه زياته کړه، طالبان هڅه کوي له امريکا سره د خبرو اترو له ترلاسه کړي چانسه اعظمي ګټه پورته کړي خو هغوى په دغه کار کې بېړه کوي چې د نظام برخه شي او يا هم نظام په لاس کې واخلي.

خالد سادات وايي، طالبان له جګړې ستړي شوي، مالي امکانات يې هم کم شوي او حلقه پرې راتنګه شوې ده.

د هغه په وينا، نو څومره چې طالبان تېز عمل کوي، په هماغه کچه ناکامېږي، دوى ناکام شوي، دوى د تاوتريخوالي کمولو خبره کوي، خو عمل کې هېڅ نشته.

د سياسي چارو کارپوه شفيق همدرد وايي، له بده مرغه د امريکايانو او طالبانو ترمنځ روانې خبرې د ملت لپاره مبهمې او ناڅرګندې دي.

هغه زیاتوي چې هېڅوک نه پوهېږي چې په تېر يوه کال کې د امريکايانو او طالبانو ترمنځ پر کومو موضوعاتو خبرې شوې او د کومو پر سر يې اختلاف دی.

هغه وويل،  که هر څوک په دې اړه نظر ور کوي، هغه به د حدس تر بريده محدود وي.

خليلزاد او طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د اختلاف ټکي يې هم نه دي را برسېره کړي.

ده زياته کړه: ((څومره چې موږ پوهېږو او په اړه يې اټکل کولی شو، دا دی چې د سیمې او نړۍ حالات په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دي، په سیمه کې هر کړکېچ او ترينګلتيا د افغانستان پر حالاتو، په ځانګړې توګه د سولې پر روانو خبرو اغېز کولی شي.))

همدرد پژواک ته وويل، هر څومره چې د سولې خبرې اوږدېږي، هغومره به له حالاتو څخه اغېزمن کېږي، که يو کال مخکې د سيمې حالات يو ډول وو، اوس يې ډېر توپير کړی، د سيمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د ګاونديو هېوادونو نظر د سولې او په افغانستان کې د حالاتو په اړه بدلېدونکی دی.

دى وايي، پوښتنه هم همدا ده چې ولې د سولې هوکړه ليک چې څو مياشتې مخکې چمتو شوی، لا نه لاسليکېږي؟ ولې امريکا او طالبان د خبرونو پر خنډونو او ننګونو خبرې نه کوي او ملت ته وضاحت نه ورکوي.

همدرد زياتوي: ((تر ټولو مهمه مسئله چې ماته جوته شوې، دا ده چې لا تر اوسه امریکا او طالبانو پر یو بل پوره باور نه دی کړی، دوی کوښښ کوي چې د يوې لوبې په څېر يو بل مغلوب کړي او تر هغه چې د سولې لپاره اعتماد، خود ګذري او صداقت رامنځته نه شي، دا خبرې او راتلونکې نورې خبرې به همداسې له ټکني حالت سره مخ وي.))

د سياسي چارو کارپوه مدني فعال ضياء ودان بيا د قطر پر خبرو نيوکه کوي او وايي چې دا د پاکستان په خوښه او ګټه څرخي.

هغه پژواک ته وويل، اصلاً په دوحه کې خبرې د افغانستان پر سر د امريکا او پاکستان ترمنځ روانې دي چې پاکستان خوښ وي، خبرې يوه اندازه ښې وي او چې پاکستان خپه شي خبرې ټکنۍ شي.

ودان وايي، طالبان وسايل دي چې کارول کېږي، دا چې خليلزاد ولسمشر ته ويلي چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی، دا خبره يې د ټيلېفون له لارې هم ولسمشر غني ته کولی شوه، د راتګ يې هسې زحمت ايستلی دی.

د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فيض محمد ځلاند بيا وايي، د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د بې باورۍ ښکار شوې دي او د امريکا د ولسمشر ټرمپ ټويټ تيار تړون له لاسليکه پاتې کړ.

هغه پژواک ته وويل چې د افغان حکومت او زلمي خليلزاد دوه رنګه او متضادو سياستونو  او سولې لپاره د افغان حکومت نه ژمنتيا هم په دې خبرو کې د پرمختګونو مخه ډپ کړې ده.

ځلاند وايي، که د امريکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسليک شي، نو سمدلاسه بايد بين الافغاني مذاکرات پيل شي، خو امريکا او افغان حکومت د بين الافغاني مذاکراتو لپاره نه کوم چوکاټ لري او نه يې هم پلاوى ټاکل شوى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.