د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

صنعت کاران په کابل کې د فابریکو لپاره د ځمکو له نه وېش څخه شکایت کوي

صنعت کاران په کابل کې د فابریکو لپاره د ځمکو له نه وېش څخه شکایت کوي

Feb 02, 2020 - 18:35

 کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۹۸): صنعت کاران په داسې حال کې دوی ته په کابل کې د ځمکې د نه وېش له امله شکایت کوي چې حکومت چمتو دی په نورو ولایتونو کې ورته ځمکه ووېشي، خو صنعت کاران د ولایتونو امنیتي وضعیت د پانګونې لپاره مناست نه ګڼي.

 نن یو شمېر صنعت کارانو په یوه خبري ناسته کې چې په کابل کې د صنعت کارانو په ټولنه کې جوړه شوې وه ګډون کړی وو.   

 د حاجي نوراغا په نوم صنعت کار یادې ناستې ته وویل:((لس کاله کېږي چې موږ په کرایي ځمکه کې فعالیت کوو، حکومت ته مالیه ورکوو خو د حکومتي چارواکو پر ژمنه سربېره تر اوسه موږ ته ځمکه نه ده وېشل شوې.))

 د نوموړي په خبره، اوس له ۲۴۰ ډېرې فابریکې په کابل کې په کرايي ځمکو کې فعالیت کوي او هره فابریکه د میاشتې له ۵۰۰ څخه تر لس زره ډالر کرایه ورکوي.

ځینې نورو صنعتکارانو هم ورته نظر درلود.

د صنعت او سوداګرۍ خونې مرستیال حاجي زرین ګل یادې ناستې ته وویل، په کابل کې د ۲۴۰ فابریکو سربېره چې ځمکې ته اړتیا لري شاوخوا ۱۵۰ سوداګر چې اوس په پاکستان کې په کار بوخت دي هم تیار دي چې په کابل کې پانګونه وکړي، خو حکومت ورته ځمکه نه ده وېشلې.

 نوموړي له ولسمشر، اجرايیه رییس او اړوند ادارو وغوښتل چې پانګوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړي، ځکه د ده په خبره صنعت د ټولنې د ملاتیر جوړوي او حکومت باید له نافذه قوانینو سره سم د ځمکو د وېش سربېره د پانګوالو د امنیت ټینګښت او خونديتوب ته لازمه توجه وکړي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صعنتي پارکو امر وحیدالله روحي یادې ناستې ته وویل، د هېواد په ۱۶ صنعتي پارکو کې له ۳۰۰۰ نومرو ډېره ځمکه صنعتي فابریکو ته د وېش لپاره تیاره ده خو حکومت نه شي کولای د څرخي پله په صنعتي پارک کې نورو فابریکو ته ځمکه ووېشي.

 هغه زیاته کړه، که هر صنعت کار خپل کاري پلان او د ځمکې د ترلاسه کولو شرایط بشپړ کړي له کومې ستونزې پرته به په خوست، ننګرهار، میدان وردګو، لوګر، فاریاب، هرات او پکتیا کې ورته ځمکې ووېشل شي.

 د نوموړي په خبره، د ولسمشر په حکم په ۱۳۸۳ کال کې د څرخي پله په صنعتي پارک کې د ځمکې وېش بند شوی او تر اوسه هېڅ پانګوال ته په یاد صنعتي پارک کې ځمکه نه ده وېشل شوې.

 روحي زیاته کړه، په دغه پارک کې د ځينو چاپېریالي ستونزو او په کابل کې د نفوس د ډېرېدو د ستونزې له امله ځمکه نه وېشل کېږي.

 خو صنعت کاران وايي چې حکومت په کابل ښار کې د پانګوالو امنیت نه شي ساتلی نو په ولایتونو کې به یې څه ډول وساتي.

 د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار صافي وویل، صنعت کاران او سوداګر د امنیتي ستونزو له امله نه شي کولای په ولایتونو کې پانګونه وکړي.

 هغه د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې ځینو هغو صنعت کارانو ته چې په کابل کې په کرایي ځمکو کې فعالیت کوي او هغو پانګوالو ته چې اوس په پاکستان کې په کار بوخت دي په کابل کې ځمکه ووېشي.

 د نوموړي په خبره، په هغه صورت کې چې صنعت وده وکړي کاري فرصتونه رامنځته کېږي او هېڅ ځوان د وسله والو مخالفینو له لیکو سره یو ځای کېدو ته نه تیارېږي.

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالرووف شپون په یاده ناسته کې ژمنه وکړه چې د صنعت کارانو د ځمکې د ستونزو د حل لپاره به له ولسي جرګې سره په همغږۍ هڅه وکړي.

نوموړي هم د صنعتي پارک د امر په خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل: ((کله چې تاسو په کابل کې د سوداګر او صعنت کار امنیت نه شی ساتلی نو په ناامنه ولایتونو کې به یې څه ډول وساتئ.))

 شپون صنعت کارانو ته په خطاب وویل: ((که د ملي شورا د رخصتیو تر پایه د صنعت کارانو د ځمکې ستونزه حل نشوه زه درسره یو ځای عدالت غوښتنې ته دوام ورکوم او ستاسو غږ تر ولسمشر او د هېواد تر ټولو مشرانو رسوم.))

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking