د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې د ولسي تړون د ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي

په کندهار کې د ولسي تړون د ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي

Feb 02, 2020 - 19:14

کندهار (پژواک،۱۳ سلواغه ۹۸): د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د ولسي تړون د ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي چې د خلکو په وینا، د دوی د سیمو د اقتصادي ودې سبب شوي او زرګونو خلکو ته په کې کار هم موندل شوی دی.

دغه پروژې په څلورو برخو کې دي چې لمریزه برېښنا، کرنیز کانالونه، د څښاک پاکې اوبه او د فرعي لارو جوړول په کې شامل دي.

په کندهار کې د ولسي تړون پروګرام د اړیکو مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ملي پروګرام د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا د نړیوال بانک په مالي لګښت پلی کېږي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال په کندهار کې د دغه پروګرام اړوندد ۴۹۸ پروژو چارې روانې دي چې د لمریزې برېښنا، د څښاک پاکو اوبو، کرنیزو کانالونو او د کلیو د فرعي لارو جوړولو په برخو کې دي.

دی وايي، د دغو پروژو له ډلې ۸۱ یې د ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو دي چې د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه د کندهار په سپین بولدک، تخته پل، میوند، ارغنداب، شاولیکوټ، پنجوايي، ژیړۍ، ارغستان او یو شمېر نورو ولسوالیو کې جوړېږي.

د ده په خبره، د دغه پروګرام له مخې د هېواد په کچه د ۶ زره ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي چې ۸۱ یې په کندهار کې دي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې له دې ډلې ۱۴۱ پروژې د غذايي بانکونو له لارې د ډېرو بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ده.

دی وايي، د دغه پروګرام له مخې هره بې وزله کورنۍ د ۶۸ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته تر لاسه کوي.

هيله من زیاتوي، پاتې ۲۷۶ پروژې د اوبو د څښاک، لمریزې برېښنا، زراعتي کانالونو او فرعي لارو جوړولو دي چې د کندهار په سپین بولدک، تخته پل او پنجوايي ولسوالیو کې روانې دي.

دی وايي، پر دغو پروژو میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د کلیو د اوسېدونکو د اقتصادي پیاوړتیا سبب کېږي او هغوی ته په کې کار هم موندل کېږي.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د اقرا برنامې له مخې په ځينو ولسوالیو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي او پر نورو کار روان دی.

هغه زیاته کړه، د دغو ښوونځيو په جوړېدو به زده کوونکو ته د زده کړې سالم چاپېریال برابر شي، ځکه اوسمهال ډېر ښوونځي په کرايي ودانیو کې فعالیت کوي.

دی وايي، په ټوله کې به په کندهار کې د دغه پروګرام له لارې ۱۰۴ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي چې د ودانیو د کمښت ستونزه به تر ډېره بریده ورسره کمه شي.

د ده په خبره، کندهار دا مهال د ښوونځیو د ودانیو له ۷۵ سلنه کمښت سره مخامخ دی.

د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د ولسي تړون پروګرام د دوی د سیمو د اقتصادي پیاوړتیا سبب شوی او تر څنګ یې زرګونو خلکو ته کار پیدا شوی.

د تخته پل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي نیاز محمد پژواک اژانس ته وویل، د ولسي تړون د پروګرام په چوکاټ کې د اړتیا وړ پروژې د خلکو له خوا ټاکل کېږي چې هم د سیمې اوسېدونکو ته په کې کار پیدا کېږي او هم ټولو کلیوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.

دی وايي، دا چې د وروستیو کلونو وچکالیو کندهار ځپلی، د دغه پروګرام له مخې جوړو شوو کانالونو او د اوبو د وېش حقابو د اوبو د ضایع کېدو مخینوی کړی او ډېرې ځمکې تر اوبو لاندې شوې دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه پروګرام دې نورو لرې پرتو سیمو ته هم وغځول شي.

ولسی تړون یو بین الوزارتي ملي پروګرام دی چې په کلیوالي برخه کې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، ښوونه او روزنه، روغتیا، سړکونه، سربندونه، د اوبو لګولو کانالونه، استنادي دېوالونه، پلونه، برېښنا او ګڼې نورې پروژې په بر کې نیسي.

دغه راز په ښاري برخه کې هم په کندهار، هرات، ننګرهار او مزارشریف کې د سړکونو او ویالو د پراختیا، پارکونو او تفریحې سیمو، د فاضله موادو مدیریت، د ملکیتونو ثبتول، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه تر سره کوي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking