ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې پنځه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

کندوز کې پنځه رغنیزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
2 Feb 2020 - 19:41
کندوز کې پنځه رغنیزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
2 Feb 2020 - 19:41

کندوز  ښار (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٨): د کندوز ولايت په مربوطاتو کې د ٩٧ ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې پنځه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د يوې بلې پروژې د جوړېدو چارې پيل شوې.

په دغو پنځو پروژو کې د کندوز د حوزوي روغتون لپاره انتظار ځاى، د رستاق کلي لپاره د څښاک اوبه، د وترنري او کمپيوټر ساينس پوهنځيو ودانۍ، د عامې روغتيا رياست احاطوي دېوال او د توبرکلوز ناروغۍ د تشخيص د دوو دستګاوو فعالول شامل دي.

دغه راز د پنځوس ميليونه افغانيو په لګښت د کندوز پوهنتون د کرنې او اقتصاد پوهنځيو د ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې خلک بايد له حکومت سره همکاري وکړي څو په ټولو سيمو کې پروژې پلې کړي.

هغه وويل: ((د خوشحالي ځاى دى چې نن د ٩٧ ميليونه افغانيو په لګښت جوړې شوې، پنځه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، له دې څخه به زرګونو کسانو ته ګټه ورسېږي.))

ده زياته کړه چې نا امني د پروژو د تطبيق پر وړاندې لوى خنډ دى، خو خلک کولاى شي چې د نا امنيو او جګړو پر وړاندې خپل اواز پورته کړي.

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل چې د خلکو په استازيتوب د پروژو په تطبيق کې ولايتي شورا له سيمه ييز ادارې سره پوره همکاري او مرسته کوي.

ده زياته کړه: ((يادې پروژې ډېر د خلکو په ګټه دي، په ځانګړي ډول د پوهنتون پروژې، مخکې محصلين په ستونزو کې وو اوس به يې ستونزې هوارې شي.))

همدارنګه د کندوز په حوزوي روغتون کې د نعيم په نوم يو کس پژواک ته وويل: ((مخکې دلته د ناستې ځاى نه و پايوازان په سخت مشکل کې و، خو اوس ښه شو دغه انتظار ځاى يې جوړ کړ.))

داسې مهال کندوز کې پنځه پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل کيږي چې ډېرى وخت يې اوسيدونکي د پروژو له نه عملي کېدو څخه شکايتونه کوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.