د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​د تاوتریخوالي پر کمولو له ټینګار سره مرګ ژوبله په بېساري ډول کمه شوې ده

​د تاوتریخوالي پر کمولو له ټینګار سره مرګ ژوبله په بېساري ډول کمه شوې ده

Feb 02, 2020 - 20:04

کابل (پژواک، ۱۳سلواغه ٩۸): په تېره جنورۍ کې چې ځانمرګی برید په کې نه دی شوی، ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېر د ډسمبر په پرتله ۳۶ سلنه، خو د تېر کال د جنورۍ میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه کم شوی دی.

دغه راز د پژواک خبري اژانس موندنې ښیي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په جنورۍ کې ۹۵ بریدونه شوي، خو په وړمه (ډسمبر) میاشت کې ۱۲۴ او د تېر کال په جنورۍ کې ۱۳۱ بېلابېل وسله وال بریدونه شوي دي.

د پژواک خبري اژانس خپاره شوي خبرونه چې د بېلابېلو سرچينو د څرګندونو له مخې جوړ شوي، ښيي چې په دغو بریدونو کې تېره جنوري، ۴۲۲ تنه وژل شوي، ۲۸۶ تنه ټپیان دي؛ وړمه (دسمبر) میاشت کې ۶۹۵ تنه وژل شوي، ۴۰۷ نور ټپیان دي او د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې ۹۸۶ تنه وژل شوي او ۸۳۹ نور ټپیان دي.

د تېرې جنورۍ بریدونه

د روان ميلادي کال په جنورۍ مياشت کې له یادو بريدونو څخه ۳۵ دولتي ځواکونو، ۲۸ د دولت وسله والو مخالفينو، پنځه بهرنيو ځواکونو او ۲۶ ناپېژاندو وسله والو کړي او یو هم د پاکستان له لوري پر کونړ راکټي بريد دی.

دغه راز د پژواک راپورونه ښیي چې له هرو اوو تنو، څلورو ته په مخامخ نښتو، یوه ته په هوایي برید او پاتې نورو ته په چاودنو، هدفي وژنو او د درېیو چورلکو او یوې الوتکې په غورځېدو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

تر ټولو ډېر (۲۲) بریدونه په فاریاب، اووه، اووه په کندهار او کندوز، شپږ، شپږ په هلمند او ننګرهار، پنځه، پنځه په بلخ، هرات او جوزجان، څلور، څلور په بغلان او غزني او درې، درې په کابل، خوست، اروزګان او زابل، دوه، دوه په فراه او تخار او یو، یو په کاپیسا، کونړ، لوګر، نیمروز، پکتیا، سمنګان، سرپل او میدان وردګو ولایتونو کې شوي دي.

پژواک د جنورۍ په میاشت کې له بدخشان، بادغیس، بامیان، دایکنډي، غور، لغمان، نورستان، پکتيکا، پنجشېر او پروان ولایتونو څخه د بریدونو راپور نه دی ترلاسه کړی.

دغه راز تېره میاشت په داسې حال کې د وسله والو مخالفینو له خوا د ځانمرګي برید راپور نه دی ترلاسه شوی چې په وړمه میاشت (ډسمبر) کې درې او د تېر کال په جنورۍ کې څلور ځانمرګي بریدونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له څه باندې یو کال راهیسې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او په دې وروستیو کې داسې راپورنه خپرېږي چې ګواکې دواړه لوري د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کوي، خو تر اوسه یې په اړه وروستۍ پایلې ته نه دي رسېدلي.

پر جګړو د سولې خبرو اغېز

د چارو ځیني شنونکي هم په داسې حال کې د سولې یادې خبرې د جګړو د کموالي لامل بولي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې په لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

خو د پوځي چارو پوه متقاعد ډګر جنرال عبدالوهاب وردک وایي چې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې روانې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې او په دغو خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار د تېرې میاشتې د بریدونو د کموالي مهم لامل دی.

خو د سياسي چارو شنونکی غلام جيلانی ځواک وايي چې د بريدونو د کموالي يو لامل موسمي وضعيت دی؛ ځکه چې معمولاً په ژمي کې بريدونه کمېږي.

خو هغه زياتوي چې د تېرې مياشتې يا په دې وروستيو کې د بريدونو د کموالي ستر لامل د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرې او د دې خبرو پر مهال د تاوتريخوالي پر کموالي ټينګار دی.

ځواک زياته کړه: "په دې وروستیو کې واقعاً موږ د هېواد په لويو ښارونو کې د کوم ستر بريد شاهدان نه يو، واړه واړه بريدونه شته؛ خو هغه بريدونه چې ستره مرګ ژوبله ولري، نه دي شوي؛ نو داسې ښکاري چې د جګړې ښکېلې خواوې، هغه که طالبان دي، بهرني ځواکونه او يا هم افغان ځواکونه په تاوتريخوالي کې يې کمی راوستلی دی؛ يعنې بريدونه کم شوي دي."

مرګ ژوبله

د پژواک راپورونه ښيي چې د تېرې میاشتې په ۹۵ بېلابېلو بريدونو کې ټول ۴۲۲ کسان وژل شوي او ۲۸۶ نور ټپيان دي. په داسې حال کې چې په وړمه (ډسمبر) کې ۶۹۵ کسان وژل شوي او ۴۰۷ نور ټپیان وو.

په دغو وژل شوو او ټپيانو کې وسله وال مخالفين، دولتي ځواکونه او ملکي وګړي شامل دي، خو پژواک يې ځکه ځانګړې شمېرې نه خپروي چې په اړه يې بېلابېلو سرچينو بېلابېلې څرګندونې کړي او د ټولو تفکيک شونى نه دى.

د تېرې جنورۍ په لسمه او څلرویشتمه د برید راپور نه دی ترلاسه شوی، خو تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د دې مياشتې په لومړۍ نېټه په تخار، کندوز، بلخ او فاریاب ولایتونو کې د اوو بريدونو له امله اوښتې ده.

په دغو بريدونو کې ۵۴ کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په جنورۍ کې په څلورو ورځو کې ۶۵۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د دغو څلورو ورځو تر ټولو خونړۍ ورځ د جنوري ۱۴مه وه چې ۲۶۳ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

لس تر نورو خونړي ولایتونه

 

شنونکي وايي، کله په يوه او کله په بله سيمه کې د جګړې د مرګ ژوبلې د کچې ډېروالى د جګړې په ډول او تاکتيک پورې اړه لري.

د هغوى په وينا، په جبهه يي جګړو او هغو بريدونو کې مرګ ژوبله ډېره وي چې په ګڼ مېشتو سيمو کې ترسره کېږي.

۱۹ کلنه جګړه

له تېرو شاوخوا ۱۹ کلونو راهيسې له افغان دولت او په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره د وسله والو طالبانو او ځينو نورو وسله والو مخالفينو جګړه روانه ده.

پژواک له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ترلاسه کړو راپورونو پر مټ د دې جګړې د مرګ ژوبلې شمېرې راغونډې کړې دي.

د پرواک د کلنیو خپرو شوو راپورونو له مخې، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې نږدې ۲۵زره، په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۲۷زره او په ۲۰۱۹ کې څه باندې ۲۲زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه شمېرې ښیي چې د تېرو درېیو کلونو په هره جنورۍ کې په منځنۍ کچه څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دغه کچه په تېره جنوري کې ۵۹ سلنه رالوېدلې ده.

خو د روان کال د جنورۍ میاشتې مرګ ژوبله د تېر کال د همدې میاشتې په پرتله ۶۱ سلنه کمه شوې ده.

متقاعد جنرال عبدالوهاب وردک، د تېرې میاشتې د مرګ ژوبلې د کموالي په تړاو وایي، کله چې بريدونه کم وي، نو د مرګ ژوبلې کچه هم ټيټه وي.

دی وايي: "موږ شاهدان يو چې تېره مياشت په هېواد کې داسې کوم ستر بريد نه دی شوی چې خدای مه کړه سلګونو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وي؛ په دې هيله يو چې راتلونکې مياشت هېڅ بريد او مرګ ژوبله ونه لرو."

«مهربانه رب مو دې سوله نصیب کړي»

دا د فراه د مرکز اړوند د «بلندي» کلي اوسېدونکې پنځوس کلنې بي بي ګل دعا او د سوي زړه غږ دی.

بي بي ګل چې ورور یې شاوخوا دوه کاله مخکې په بلندي کلي کې په یو هوایي برید کې ژوند له لاسه ورکړ، وایي چې ورور یې وسله وال طالب هم و او په خپلو ځمکو کې یې بزګري هم کوله.

هغه وایي چې له ورور نه یې یوه مېرمن او څلور ماشومان پاتې دي او اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

بي بي ګل له ښکېلو غاړو غواړي چې سوله وکړي او د وروڼو په څېر یو بل غېږ کې ونیسي، تر څو نور د هغې د ورور د ماشومانو په څېر نور افغان ماشومان بې پلاره نه شي.

اېډېټر: عبدالقدیر منصف

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan