ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو

ننګرهار کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو

author avatar
3 Feb 2020 - 17:23
ننګرهار کې د نيالګيو اېښودو پسرلنی کمپاين پيل شو
author avatar
3 Feb 2020 - 17:23

جلال اباد (پژواک، ۱۴ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې د نيالګيو ایښودو پسرلنی کمپاين پيل شو چې چارواکي وايي، سږ کال د توليد شوو دوه ميليونه نيالګيو ډېره برخه به په دغه ولايت کې کېښودل شي.

چارواکي وايي، د نورو کلونو په پرتله يې سږ کال داسې طرزالعمل جوړ کړی چې د هر دولتي شخص د مسووليت په ساحه کې د هغه د بې پروايۍ له امله نيالګي وچ شي نو د نيالګي مصرف به ترې په جريمه کې اخيستل کېږي.

د نيالګيو ایښودو پسرلنی کمپاين د سلواغې په ۱۴مه د ننګرهار ولايت مقام په انګړ کې د ځايي مسوولينو له لوري پيل شو.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس محمد ضمير بهسودي وويل، په دغه ولايت کې په دولتي او خصوصي کچه له دوه ميليونه ډېر زينتي، مېوه لرونکي او بې مېوې ونې او بوټي توليد شوي چې ډېره برخه به يې په همدغه ولايت کې کېښودل شي.

هغه زياته کړه، يوازې د کرنې رياست له لوري دوه سوه زره نيالګي توليد شوي چې دولتي ادارو ته به د طرزالعمل او ښوونځيو، مدرسو او نورو عامه ځايونو ته به د ځانګړې لايحې له مخې ورکړل شي.

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند پر خلکو غږ وکړ چې په دولتي کچه د کرل کېدونکو نیالګيو ساتنه وکړي او دغه راز دې د خپل چاپېريال د ښايست او هوا پاکوالي په خاطر يو نيالګی د ځان لپاره او يو د ټولنې لپاره وکري.

په ټولنيزو چارو کې د ننګرهار د والي مرستيال حبيبې کاکړ د هغو نيوکو په ځواب کې چې هر کال نيالګي کېنول کېږي خو ساتنه يې نه کېږي، وويل، که دا ځل د هر مسول شخص په ساحه کې د هغه د بې پروايۍ له امله نیالګي وچ شي لګښت به يې د جريمې په توګه ترې اخېستل کېږي.

هغې دا هم وويل، چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله د بوټو د وېش طرزالعمل تغیير کړی چې له مخې به يې د نيالګيو د ساتنې کچه هم لوړه شي او تمه شته چې نيالګي به وپالل شي.

د يادولو ده، هر کال د سلواغې په مياشت کې ننګرهار کې د نيالګيو کېنولو پسرلنی کمپاين پيلېږي چې په دولتي او خصوصي کچه په سلګونو زره نيالګي کېنول کېږي او هر کال سلګونه زره نيالګي کېنول کېږي، خو د نه پاملرنې له امله بېرته وچيږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.