ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لوګر او کونړ کې له سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

په لوګر او کونړ کې له سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

author avatar
3 Feb 2020 - 17:09
په لوګر او کونړ کې له سلګونو بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه
author avatar
3 Feb 2020 - 17:09

پل علم- اسعد اباد (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٨): په لوګر او کونړ ولايتونو له سلګونو بېځايه شوو کورنيو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د لوګر په مرکز پل علم کې د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د دغه ولايت د کليو او پراختيا رييس اصغر ځاځي وويل چې د خوړو نړيوال سازمان په مرسته له ٩٩٠ کورنيو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ نن پيل شوه.

ده وويل چې په دغو خوراکي موادو کې اوړه، غوړي، دال او مالګه شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه مرستې له هغو کورنيو سره ترسره کېږي چې جګړې ځپلې وي او يا هم ډېر بېوزله وي.

دغه راز يوه مرسته اخيستوونکي محمدا جان پژواک ته وويل: ((زه له دې مرستو خوښ يم، حکومت بايد همېشه موږ سره دغه شان مرستې ترسره کړي.))

دغه راز په کونړ ولايت کې هم له يو شمېر کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې.

د کونړ د کډوالو چارو رييس عبدالرشيد وويل چې په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې د جګړو له امله ٤٧٠٠ کورنۍ بې ځايه شوي دي.

د نوموړي په وينا، له يادو ټولو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي، خو نن د کډوالۍ نړيوال سازمان له خوا له ٧٣٩ کورنيو سره نغدي مرستې ترسره شوې.

ده وويل چې هرې کورنۍ ته ١٥٦١٦ افغانۍ ورکړل شوې.

يو تن مرسته اخيستونکي شفيع الله پژواک ته وويل چې د وټه پور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دى خو د جګړو له امله مرکز اسعد اباد ته کډه شوى دى.

هغه وويل، له مرستو خوښ دي خو له حکومته غواړي چې د دوى سيمې امن کړي څو خپل کور کلي ته ستانه شي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د حکومت له لوري په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم له بېځايه شوو کورنيو سره مرستې ترسره شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.