ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي چارواکي: د بلخ ټولې نا امنه سيمې به د وسله والو له شتونه پاکې شي

امنيتي چارواکي: د بلخ ټولې نا امنه سيمې به د وسله والو له شتونه پاکې شي

author avatar
3 Feb 2020 - 16:38
امنيتي چارواکي: د بلخ ټولې نا امنه سيمې به د وسله والو له شتونه پاکې شي
author avatar
3 Feb 2020 - 16:38

مزارشريف ( پژواک، ١٤ سلواغه  ۹۸): په بلخ کې افغان امنيتي چارواکي وايي چې د شاهين په نوم د پيل شويو عملياتو په لړ کې يې نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول، د بلخ او شورتېپې ولسوالۍ ۹۰ سلنه ساحې يې تصفيه کړې دي.

د شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول محمد حنيف رضايي د سلواغې په ۱۴مه، پژواک ته وويل، چې د دغو عملياتو په لړ کې به د بلخ ټولې نا امنه سيمې د وسله والو ډلو له شتونه پاکې کړای شي.

هغه زياته کړه، تر دې دمه يې د بلخ ولايت نهر شاهي ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتونه پاکه کړې او د دغه ولايت په بلخ او شورتېپې ولسوالۍ کې هم زياتې سيمې تر حکومتي کنټرول لاندې راغلې دي.

د رضايي په خبره، په لومړي پړاو کې به افغان ځواکونه هڅه وکړي، چې د مزار – شبرغان لويې لارې په اوږدو کې شته امنيتي ګواښونه له منځه يوسي.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول وايي، چې ياد عمليات به په بلخ کې د هغو ټولو سيمو تر نيولو او تصفيې پورې دوام ولري، چې دمګړۍ د طالبانو په ولکه کې دي او يا هم دغه ډله نفوذ پرې لري.

نوموړي همدا راز وويل، چې دمګړۍ دغه پوځي عمليات د بلخ په چهاربولک او چمتال ولسواليو کې روان دي.

چارواکي د يادو عملياتو په جريان کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي؛ خو زياتوي، چې دقيق ارقام به يې وروسته اعلان کړي.

د بلخ ولايتي شورا هم ياد عمليات، د بلخ د امنيت لپاره مهم اقدام بولي.

د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک ته وويل، چې له څو مياشتو راهيسې بلخ کې امنيتي وضعيت کړکېچن و.

حديد زياتوي، امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی چې د بلخ امنيت د ټينګښت لپاره به خپلې ټولې هڅې کوي.

د هغه په وينا، حکومت غواړي، چې شمال کې شته امنيتي ننګونې له منځه يوسي.

د ولايتي شورا رييس همدا راز وايي، چې پخوا په دغه ولايت کې ترسره شوي پوځي عمليات تر ډېره لنډمهالي وو، چې پايله يې هم د لږې مودې لپاره محسوس کېدله.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.