ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى

افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى

author avatar
4 Feb 2020 - 15:18
افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى
author avatar
4 Feb 2020 - 15:18

مزارشريف (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸) : بلخ ولايت کې د افغان فلم اداره له حکومته غوښتنه کوي چې هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته دې پاملرنه وکړي.

د يادې ادارې مشر محمد صادق سرمست زاده دغه غوښته د سلواغې په ۱۵مه په مزارشريف ښار کې د هغو ۱۵ هرمندانو د يادونې په پروګرام کې وکړه چې په تېرو دوه کلونو کې مړه شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروګرام يې د هغو هنرمندانو د يادونې په موخه جوړ کړی چې په سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو کې يې د هنر برخې ته وياړ ور بښلی دی.

هغه زياته کړه، لا هم د افغانستان د سينما يو شمېر مهم هنرمندان د ناروغۍ پر بستر پراته دي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سرمست په خبره، په افغانستان روانو امنيتي ستونزو هم هنري کارونه له خنډ سره مخ کړي چې له امله يې هنري چارې کمرنګه شوي دي.

د هغه بله اندېښنه دا وه چې په دې وروستيو کې يو شمېر هنرمندانو بې کيفيته توليد ته مخه کړې چې د وخت په تېرېدو سره يې زيان سينما ته رسېږي.

په بلخ کې د افغان فلم ادارې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې هنرمندانو ته پاملرنه وکړي او د ستونزو په حل کې يې لاسنيوی وکړي.

په ورته مهال يو شمېر بلخي هنرمندان هم وايي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د فلم او تياتر لوبغاړي رسول فرهمند پژواک ته وويل چې د نا امنۍ او اقتصادي ستونزو له امله پرې کاري ساحه تنګه شوې ده.

نوموړي وويل: ((که بلخ کې د فلم او هنر په برخه کې څه نا څه کار کېږي؛ نو هغه د يو شمېر هنرمندانو په شخصي لګښتونو دي؛ متاسفانه حکومت دې برخې ته هېڅ پام نه دی کړی.))

د هغه په خبره له يوې خوا د نظارت نشتوالي له امله بې د هنري توليداتو کيفيت ښه نه دی او بل لور ته حکومت هغه مهال هنرمند ته توجه کوي چې مړ شي.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت بايد د مسلکي هنرمندانو روزلو برخه کې هغه کسان تحصيلي بورسونو کې بهر ته د زده کړو لپاره ولېږي چې غواړي دې برخه کې کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.