ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اترا: د انټرنېټ د بيې ټيتولو لپاره هڅې روانې دي

اترا: د انټرنېټ د بيې ټيتولو لپاره هڅې روانې دي

author avatar
4 Feb 2020 - 15:00
اترا: د انټرنېټ د بيې ټيتولو لپاره هڅې روانې دي
author avatar
4 Feb 2020 - 15:00

جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې د اترا ادارې چارواکي وايي، لا هم د دغه ولايت په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې د مخابراتي خدماتو پر وړاندې خنډونه شته چې د امنيت په تامين سره به دا ستونزه هم حل شي.

چارواکو دا څرګندونې د سلواغې په ۱۵مه جلال اباد ښار کې د اتصالات مخابراتي شبکې له لوري د 4G انټرنېټي خدماتو د پيل په مراسمو کې وکړې.

مسوولين وايي، د نرخونو د کنټرول لپاره به يې هم لازم اقدامات وکړي.

بلخوا په ننګرهار کې د اترا ادارې مسوولين هم وايي، په مرکزي کچه هڅه پيل شوې ده چې د انټرنېټي خدمتونو نرخونه راټيټ کړل شي.

د اتصالات شرکت د بازارموندنې مسوول کفايت الله نبي خېل د 4G خدمتونو د پيل په مراسمو کې وويل، دا پروسه په امتحاني شکل د جلال اباد ښار ځينو برخو کې پيل شوې چې وروسته به د ښار نورو برخو ته هم پراخ شي.

هغه زياته کړه، د اتصالاتو شرکت هڅه کوي چې انټرنېټي کڅوړو نرخونو راټيټ کړي او دغه راز يې د کيفيت د ښه والي لپاره هم هڅې کوي.

په ننګرهار کې د اترا ادارې مسوول انجنير عزيز حبيبي وايي، اوسمهال د ننګرهار په ډېرو ولسواليو کې مخابراتي شبکې فعالې دي، يوازې په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې ستونزې شته چې د شېرزادو ستونزه يو څه حل شوې او د حصارک په اړه هم امنيتي ادارو ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زياته کړه، په مرکزي کچه د مخابراتو وزارت او اترا ادارې هڅې پيل کړې چې د انټرنېټي خدمتونو نرخونه راټيټ کړي او دغه راز يې کيفيت هم لوړ کړي.

اوس مهال په ټول هېواد کې د مخابراتي شبکو له ټولو فعاليتونو، په ځانګړې توګه له انټرنېټي خدمتونو څخه شکايتونه زيات شوي دي.

خو خلک شکايت کوي چې په ډېرو سيمو کې نه يواځې چې ټيلېفوني شبکې سم کار نه کوي، بلکې انټرنېټ يې هم سست وي.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عماد الدين پژواک ته وويل، چې د دوى په کلي کې د شپې له خوا د اتصالاتو شبکه سم کار نه کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.