د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدوديتونو د رسنيو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړى"

"اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدوديتونو د رسنيو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړى"

Feb 04, 2020 - 16:02

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ٩٨): د رسنیو استازو د کابل په هغه سیمه کې چې حکومت هلته د رسنیو د قربانیانو د یادڅلي جوړېدو ژمنه کړې وه، اعتراض ناسته وکړه، ویې ویل چې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیتونو د رسنیو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړی.

افغان چارواکو د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په دېرشمه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ودانۍ تر څنګ سیمه کې د هېواد د رسنیزې ټولنې د وژل شویو د یاد ژوندي ساتلو د یادڅلي ډبره کېښوده، خو تر اوسه یې د جوړېدو چارې نه دي پیل شوي.

نن د لسګونو رسنیو استازو په همدغه سیمه کې خبري غونډه جوړه کړه. 

د افغانستان د ژورنالېستان د ملي اتحادیې مشر فهیم دشتي د یاد څلي د کار په نه پیل کېدو خواشیني څرګنده کړه او ویي ویل چې په دې برخه کې د اړوندو ادارو بې غوري د بیان ازادۍ ته په سپکه سترګه د کتلو معنا لري.

دی وایي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څو ځله ویلي چې د یاد څلي د جوړېدو چارې پیلوي،خو بیا یې هم دا کار نه دی کړی.  

د ویسا ورځپانې مدیرمسوول محمد زبیر شفیقی په دغه غونډه کې وویل چې افغانستان په وروستیو کلونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شاتګ کړی، رسنۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت د خرابېدو له اړخه اندېښمنې دي.

د ده په وینا، له دې سره سره چې افغانستان د خبریالانو لپاره د خونړیو هېوادونو په کتار کې دی، د افغانستان رسنۍ د سیمې په کچه تر ټولو ازادې رسنۍ دي.

د شفیقي په وینا، په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ته نه پاملرنې او په دې برخه کې رامنځته شوي خنډونو د ازادو رسنیو د فعالیت په ډګر کې شوی پرمختګ له ګواښ سره مخامخ کړی دی.

د کلید راډیو مدیر مسوول خالده تحسین هم وویل چې د افغانستان دولت اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق او له ازادو رسنیو د ملاتړ په تړاو دوه ګونی چلند کوي او د دولت بې غوري او دوه ګوني چلند ورو ورو عادي بڼه خپله کړې ده.

هغې زیاته کړه:« اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه اوس په ټولو دولتي ادارو کې لیدل کیږي، خو په دې منځ کې ستره محکمه، لویه څارنوالي، ملي امنیت، د تدارکاتو ملي اداره، د ولسمشر دفتر، د بهرنیو چارو وزارت، د مالیې وزارت، د افغانستان بانک، د ملی دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت د خورا تر ټولو تړلو ادارو له ډلې دي.»

تحسین وویل، دوی د اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق خوندیتوب او له ازادو رسنیو د ملاتړ په برخه کې له دولت، نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو ټولنو د داسې رغنده ګامونو د پورته کولو غوښتونکي دي چې پر مټ یې معلومات ازاد بهیر، د بیان او رسنیو آزادي او د افغانستان د تاندې ولسواکۍ خوندیتوب یقیني شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement