د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى

افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى

Feb 04, 2020 - 15:18

مزارشريف (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸) : بلخ ولايت کې د افغان فلم اداره له حکومته غوښتنه کوي چې هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته دې پاملرنه وکړي.

د يادې ادارې مشر محمد صادق سرمست زاده دغه غوښته د سلواغې په ۱۵مه په مزارشريف ښار کې د هغو ۱۵ هرمندانو د يادونې په پروګرام کې وکړه چې په تېرو دوه کلونو کې مړه شوي دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دغه پروګرام يې د هغو هنرمندانو د يادونې په موخه جوړ کړی چې په سختو امنيتي او اقتصادي ستونزو کې يې د هنر برخې ته وياړ ور بښلی دی.

هغه زياته کړه، لا هم د افغانستان د سينما يو شمېر مهم هنرمندان د ناروغۍ پر بستر پراته دي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د سرمست په خبره، په افغانستان روانو امنيتي ستونزو هم هنري کارونه له خنډ سره مخ کړي چې له امله يې هنري چارې کمرنګه شوي دي.

د هغه بله اندېښنه دا وه چې په دې وروستيو کې يو شمېر هنرمندانو بې کيفيته توليد ته مخه کړې چې د وخت په تېرېدو سره يې زيان سينما ته رسېږي.

په بلخ کې د افغان فلم ادارې له حکومت څخه غوښتنه کوي چې هنرمندانو ته پاملرنه وکړي او د ستونزو په حل کې يې لاسنيوی وکړي.

په ورته مهال يو شمېر بلخي هنرمندان هم وايي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له حکومت څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د فلم او تياتر لوبغاړي رسول فرهمند پژواک ته وويل چې د نا امنۍ او اقتصادي ستونزو له امله پرې کاري ساحه تنګه شوې ده.

نوموړي وويل: ((که بلخ کې د فلم او هنر په برخه کې څه نا څه کار کېږي؛ نو هغه د يو شمېر هنرمندانو په شخصي لګښتونو دي؛ متاسفانه حکومت دې برخې ته هېڅ پام نه دی کړی.))

د هغه په خبره له يوې خوا د نظارت نشتوالي له امله بې د هنري توليداتو کيفيت ښه نه دی او بل لور ته حکومت هغه مهال هنرمند ته توجه کوي چې مړ شي.

هغه غوښتنه کوي چې حکومت بايد د مسلکي هنرمندانو روزلو برخه کې هغه کسان تحصيلي بورسونو کې بهر ته د زده کړو لپاره ولېږي چې غواړي دې برخه کې کار وکړي.

په ورته مهال بيا د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس صالح محمد خليق وايي چې دغه ولايت کې د هنر او سينما برخه کې د يو شمېر خصوصي کمپنيو هڅې د ستاينې دي.

هغه زياته کړه چې پخوا به يواځې افغان فلم ادارې هنري چارې مخ ته وړلې؛ خو اوس يواځې په بلخ کې شپږ هنري کمپنۍ شته چې د فلم، تياتر او هنر برخه کې کار کوي.

خليق وايي چې دمګړی افغان فلم اداره د فلم توليد لپاره بوديجه نلري او دغه برخه يې خصوصي کمنيو ته پريښې ده.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې دولت تر يوه حده له هنرمندانو سره مرسته کوي؛ خو په ټوله کې ازاد بازار دی او هنرمندان بايد خپله داسې توليدات وړاندې کړي چې د خلکو د خوښې وړ وګرځي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Maiwand Bank - Just Banking