د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ خلک رغنيزې پروژې غواړي

د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ خلک رغنيزې پروژې غواړي

Feb 04, 2020 - 15:25

جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ خلک وايي، دې ولسوالۍ ته ورغلې لاره تر اوسه قير شوې نه ده، رغنيزې پروژې په کې نه پلې کېږي او د پوهنې او روغتيا برخه کې هم ستونزې لري.

دوی وايي، ولسمشر هم ورسره د بېلابېلو پروژو د پيل، د جګړو له امله د ړنګ شوو کورونو او نورو عامه تاسيساتو د رغولو ژمنه کړې وه چې تر اوسه نه ده پلې شوې.

ځايي استوګن وايي، تر اوسه ورته ولايتي ادارې هم پوره پاملرنه نه ده کړې خو چارواکي وايي، پلان شته چې په دې ولسوالۍ کې به ډېر ژر رغنيزې پروژې پيل شي.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر لعل وزير پژواک اژانس ته وويل، ولسمشر چې کله ننګرهار ته سفر کړی و، دوی سره يې ژمنه کړې وه چې د جګړو پر مهال به يې ړنګ شوي کورونه او نور ځايونه رغول کېږي خو تر اوسه دا ژمنه نه ده عملي شوې.

هغه زياته کړه: ((سړک مو خراب دی، مېنې مو نړېدلې دي، کلېنيک خراب دی، مکتبونه خراب دي هېڅ مشکل مو نه دی حل. دا سيمه خو جګړو ډيره ځپلې ده.))

د شېر عالم په نوم يو بل قومي مشر بيا وايي، پخوا به د پروژو د پلي کېدو لپاره د امنيت بهانه کېده خو اوس دې ولسوالۍ کې امنيت هم تامين شوی خو بيا هم دلته رغنيزې پروژې نه پلې کېږي.

ده زياته کړه: ((خلک ډېر غريب دي جګړو يې کورونه وران کړي، زموږ له حکومت نه غوښتنه ده چې موږ له سړکونه جوړ کړي، کوټې جوړې کړي پلونه جوړ کړي پلچکونه جوړ کړي نور د کار زمينه برابره کړي.))

خو د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د ننګرهار ټولو هغو ولسواليو ته خاصه پاملرنه کېږي چې په تېرو څلورو کلونو کې د جګړو له امله زيانمنې شوې دي.

د نازيانو ولسوال حاصبزاده ګل طارق پژواک اژانس ته وويل، همدا اوس هم په دې ولسوالۍ کې د ولسمشر د ژمنې له مخې د اتو جوماتونو د جوړېدو چارې روانې دي، د څښاک د اوبو څو شبکې جوړې شوې او ځينې نورې وړې پروژې هم پلې شوې دي.

هغه د روغتيايي ستونزو د حل په اړه وويل چې له ډېرو ساحو نه خلک امن سيمو ته انتقال شوي وو چې کلينيکونه هم امن ساحو ته انتقال شوي وو چې اوس يې بېرته خپلو سيمو ته انتقال کړي او همالته فعاليت کوي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی هم وايي چې د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او د ولايتي ادارې د پرېکړې له مخې سږ کال په بودجه کې ډېرې پروژې هغو ولسواليو ته ځانګړې شوې چې جګړو ځپلې دي.

هغه وايي، په ځانګړي توګه د شينوارو زون شپږ ولسواليو ته د ښوونځيو او جوماتونو رغولو او د دې ترڅنګ د خلکو د هغو کورونو رغولو پروژې هم منظور شوي چې جګړو ړنګ کړي دي.

نازيان د جلال اباد ښار سويل ختيځ لوري ته پر ډيورنډ پوله پرته ولسوالۍ ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement